په افغانستان کې پردۍ لاسوهنې ، خو ترکومه ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67582
( محمد انور ولید )
دخبریدو نیټه : 2017-01-29


 
اې د پخواني ماتې خوړلي شوروي اتحاد ( وارسا پکت ) په میراث ناستوفدرالي روسانو!لومړی خوتاسودسوخوزاو کلخوزاوکمونېستي مفکورې پلي کولو په نوم افغانستان د ځمکې اوهوا له لارې اشغال کړ، خو له افغانستان څخه د تاسې د ماتې خوړلي سره پوځ له تښتېد لو وروسته ناټو( شمالي اتلانتیک ټلوالې ) د ترورېزم او ترهګریزو بریدونو پرضد پلمه افغانستان کټ مټ لکه ستاسو په څېرد هوا او ځمکې له لارې اشغال کړ .
 
( لس ) کاله نا بللیوروسي اشغالګرو، او ( ۱۶ ) کاله غربي ښکېلاکګرو په دې هېواد کې تېرکړل ، خو د اشغالګرو په شتون کې نه کمونېزم افغانانوومانه ، نه د ښکېلاکګروله را تګ سره ترهګري اوافراطیت ورک شول او نه هم ښه حکومتولي را مینځته شوه ، بلکې برعکس دغې ټولوعناصرو په افغانستان او سیمه کې نوره وده هم وکړه اوپرفساد ، قاچاق او مافیایي بانډونو روږدي بچي یې په کې و زیږول .
 
روسانود ټولو بین المللي او بشري نورمونو خلاف پرافغانستان باندې پوځي یرغل وکړاوټول افغانستان يې ړنګ کړ ، افغانان یې په خپل ټاټوبي کې شهیدان ، ژوبل اوپه هجرت مجبورکړل ، خواېل یې نه کړل او نه یې هم خپله پوچه مفکوره ور باندې ومنله . لس کاله ددوی په خپل حضو رکې او پینځه کاله د روسي پلوه پاتې شوني رژیم پرمهال دا هېواد د زرتشتیانو پرآتشکده بدل شوی ؤ .اوس دادي زموږ په هېواد کې ددغې پردۍ نیابتي تپل شوې جګړې سر واګې د امریکې په مشرۍ ناټو ټلوالې په لاس کې اخیستې دي .
 
له عیني او ذهني مشهودو ژوند یو بېلګو دا سې ښکاري چې ناټو ټلوالې ددوستۍ ترپرده لاندې افغانان اوافغان نظام په کورد ننه اوله کوره دباندې د هېواد ، سیمې او نړۍ په کچه په پټه او ښکاره په سیاسي ، نظامي ، مردمي ، کلتوري اواقتصادي لحاظ د ترهګرۍ ترتوره شړۍ لاندې وځاپه . اوس به لاندې وګورو چې ددې ځپلو او پردیو مداخلو پایلې به په افغانستان کې څه وي ؟    
 
لومړی :ـــ  له یوې خوا څواوونۍ وړاندې روسیې ، چین اوپاکستان په مسکوکې پردې هوکړه سره کړې وه چې طالبان په پاکستان کې باید رسمي دفترولري . هسې هم د مخه په پاکستان کې د طالبانومرکزونه موجود وو، چې د کوېټې او پېښورمرکزونه یې سترې ژوندۍ بېلګې دي ، خو په کراچۍ کې یې هم ځینې مشران ځای پرځای شوي دي . سربېره پردې همدا اوس په پنجاب کې د طالبانو (70) مرکزونه شتون لري .
 
ایران خبري آژانس تسنیم هم اوس منلې چې : د قطرطالبانو ته په پاکستان کې رسمي دفترپه پام کې نیول شوی . دا پرېکړه په مسکو کې شوې چې ګواکي د قطر دفتردا مهال له سیاسی مشروعیته بې برخې دئ . ولې په پاکستان کې مېشتو افغان طالبانولا پخوا ویلي وو چې ؛ د قطر دفتر ددوی د استازیتوب مرجع ده .
 
د قطر په امریکایي اردو ګاه کې مېشت په مالي او سیاسي لحاظ تمویل شويو افغان طالبانوویلي وو چې موږ له امریکایانو سره مخامخ خبرې کوو. دا په داسې حال کې ده چې له قطري طالبانو سره د افغانستان حکومت اود مد ني ټولنواستازوهم کتلي وو. پاکستان ترېبیون ورځپاڼې لیکلي ووچې : افغان حکومت اوپاکستان هم د ښاغلي کرزی اونوازشریف د واکمنیو پرمهال په قطرکې د طالبانو پردفترباندې ددوی د رسمي آدرس پیدا کېدوله پاره موافقه سره کړې وه او پاکستان په قطرکې د طالبانو ددفتر پرانستو هرکلی وکړ.
 
کله چې هغه دفترجوړشو ، نو د پاکستان حکومتي ، سیاسي اود مولا نا فضل الرحمن په شمول مذهبي چارواکي هم طالبانو ته قطر ته ورغلل . د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی عزیزاحمد چوهدری ویلي چې : پاکستان د قطر ددفتر د سیاسي مشر (طیب آغا ) نیول شوي وروڼه هم خوشې کړل . ایکسپرس ترېبیون ورځپاڼې هغه وخت ویلي چې : پاکستان (7) تنه نور طالب مشران هم خوشې کړي دي . د افغانستان له خوا د هغه وخت د سولې شورا پلاوي معصوم ستانکزي هم له طالبانو سره لیدلي وو .
 
خواوس روسیه په ځانګړي ډول پردې باندې اسرارکوي چې : طالبان باید په رسمي توګه په پاکستان کې دفترولري اوپه ظاهره  زیاتوي چې موږ دا ډله دداعش پرضد کاروو، خونه داسې نه ده . ځکه دطالبانود ډلې یوپلاوی تهران ته هم تللی ؤاوهلته یې له اېراني چارواکو سره کتلي چې وروسته یې د هلمند ، نیمروزاو فراه د اوبو پرسرپه یادو سیمو کې د تخریبي پروژو لړۍ پرې پیل کړه .
 
دوهم :ـــ له بل پلوه د کندز، بغلان ، فاریاب ، ننګرهاراو کونړونو جګړې او په تاجکستان کې دکندزد جګړې د ټپي شویو طالب قوماندانانودرملنه بیا بل سیاسي ، پوځي ، اقتصادي اوسترا تژیک انځورښکاره کوي ؛ ځکه له یوې خوا روسیه وایي چې موږ دداعش په وړاندې له طالبانو څخه د سپرپه شکل کاراخلو، خو بل پلوته په کندزکې د حقاني شبکې داعش ډوله طالبان په کندزاو تاجکستان کې فعال دي او روسان یې په تاجکستان کې مستقیمه درملنه کوي ! د جنرال دوستم او نورو ډلوټپلوغیرمستقیم ملاتړکوي ، نو بیا څنګه کېدای شي چې روسیه دداعش پرخلاف او د طالبانو موافقه ټلواله ده ؟ !
 
طالبان هم هغه تیت پرک قشرچې د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو پروړاندې د ټولو جهادي تنظیمونو په لیکو کې د نورو مجاهدینوترقوماندې لاندې پرته له خپل رهبره پوره پینځلس کاله په پردیو پوځي اومالي امکاناتو باندې وجنګېدل ، خو نن مکارو روسانود خپل مکراو تمساح لاړې د پاکستان د کوېټې د مدرسې د مولانا شېراڼي ، د پېښورد ملا فضل الرحمن اوسمیع الحق د مدرسو د شاګردانو په خوله کې ورتُف کړې ، د (آی اس آی ) ترمنتر یې لاندې او د افراط او تفریط په خونړیواسلام ضد مفکورویې  زړونه ورمسخ کړل .
 
پنجاب ادارې د خپلې رسمې ژبې له آدرسه تل د افغان حکومت د ملاتړاو په افغانستان کې د سولې او ټیکاو خبره کړې ، خو په پټه کې یې له پېله تر ننه پورې خپل استخباراتي لاس خلاص چلولی او د افغانستان د ثبات پرځای یې د بې ثباته کولو په خاطرځانمرګي اوترهګریزبریدونه د خپل خوب ریښتیا کېدو له پاره سره تنظیم او مدیریت کړی دي .
 
پاکستان د افغان نظام خرابولواوغیرمشروع کېدوله پاره د خپلونوروسیمه ئیزواونړیوالو دوستانو په ملاتړد افغانستان په ټولوانتخاباتو کې ګوتې ووهلې ، رشوتونه یې ورکړي ، ترڅود افغانستان د نظام په دری ګونوقواووکې ددوی د خپلې خوښې کسان د واک پرګدیو باندې کېني چې پرمټ یې بیا په پارلمان کې د ډېورنډ منحوسه او مردوده کرښه ، د افغانستان د اوبو خپلولو مسئله اود منځنۍ آسیا هېوادونو ته په وچه کې له ټکس ورکولو څخه پرته د ترانزیت مفته لاره او نورامتیازات د پاکستان له پاره ومني او په اجرائیه قوه کې یې پرې عملي کړي . ځکه خو په افغانستان کې د ننه او له افغانستان څخه د باندې د افغان نظام هغو ټولو مخالفینو ته پاکستان په ظاهره خلاصه او په پټه مشروطه غېږ پرانستې نیولې ده اوغواړي له دې لارې پر افغان نظام باندې فشار راوړي او خان خپلو موخو ته پرې ورسوي .
 
پاکستان که پرون روسان پرافغانانو باندې ووهل او ځان یې پرې بچ وساته ، پرې یې نه ښودل چې د روسي ټانکونو باروتي ډوله فیلان په پنجاب ، سند ا کراچۍ کې غوبل درته جوړکړي . په دې معنا چې پاکستان په خپله دغه بازي کې هم روسان پرافغان مجاهدینو باندې ووهل . هم یې ځان ترې خوندې وساته . هم یې اقتصادي او پوځي غوا لنګه شوه او خپل ګدامونه ، سلا کوټونه او خزانې یې پرې ډکې کړې . هم یې افغانان په خپلو کې سره اخته ، دښمن ، تباه او برباد کړل . هم یې د قومي ، سمتي ، ژبني او مذهبي نفاق درځونه په کې واچول . هم یې د خپلو مزدورو پلرونو او نیکونو زوړغچ له افغانانو پرې واخیست . هم یې په لوی لاس افغانان له سره استعمارڅخه توراستعمارته ورتسلیم کړل . خو باج یې دوی په خپل جیب کې ترې واچاوه .
 
اوس چې د ناټو غوا پۍ پرې وچې کړې ، نو بېرته یې له فدرالي روسیې سره پرې معامله وکړه او طالب پروژه یې پر روسانو باندې وپلورله . د ېته وایي پرافغانستان اوژغ پراوږه افغانانو باندې د پاکستان ټول اړخیزه قمار.    
 
درېیم : ـــ څو ورڅې وړاندې د افغانستان له پاره د اروپایي اتحادیې استازي (فرانزمایکل میلین) له خپله ځانه د لطیف پدرام لوډ سپیکرجوړکړی ؤ او (1 تلوېزیون) ته یې ویلي چې : په افغانستان کې په ټولیزه توګه دده په خبره(( ټول خلک په دې باوردي چې له حده تېرپرواک تمرکزد محلي دیموکراسۍ بنسټیزه کولوته تاوان اړولی دئ او ډېری خلک پردې باوردي چې : په دې هېواد کې دې یوغیرمتمرکز( فدرالي ) نظام را مینځته شي ، او زه دداسې نظام ملاتړکوم .)) په واشنګټن کې افغان سفیر محت یې په ځواب کې په خپله فیسبوک پاڼه کې په ځواب کې لیکلي چې : مداخله د مېزبان هېواد ( افغانستان ) په چاروکې سم کارنه دئ ، که ستا دا خبرې ناسمې نقل شوې وي نو لطفاً یې د اصلاح غوښتنه وکړۍ . خو نوموړي د ښاغلي محب په ځواب کې یو ځل بیا په افغانستان کې د غیرمتمرکزنظام پرپلوۍ باندې ټینګارکړی دئ .
 
څلورم :ـــ  د ښاغلي ميلین له ښکاره څرګندونو داسې ښکاري چې د مایکل میلین ددې خبرو ترشا کومه بله تپل شوې پروژه په  افغانستان کې د ترورېزم د کشالې اوږدولو له پاره په لاره اچول شوې ده .
 
ځکه پخوا هم د ( پډي اشډون ) او امریکایي سناتور( رورا باکر) له خوا د انتخاباتي سیستم ګډوډولواو د افغانستان د نظام بدلولو په خاطرداسې هڅې د ښاغلي کرزي د واکمنۍ پرمهال په لاره واچول شوې ، خوافغانانو دغه دوه سترمنافقین ژرله هېواده ایستلو ته اړکړل . انګرېزانوخوهغه مهال په هلمند موسی قلاکې ( ۲۰۰۰) طالبانو ته د ټرېنېنګ په پلمه د ځانګړي حکومت د اعلانولودسیسه په لاره اچولې وه ، خوډېره ژر د هلمند د والي ښاغلي اسد الله وفا له خوا د خپلې دندې په له لاسه ورکولو سره افشا او خنثی شوه .
 
پینځم : ـــ  له دې ټولوسر بېره وروسته چې کله د افغانستان درېیم ځل د ؤلسمشریزو ټاکنو ترسره کېدوله پاره خواوشا اته میلیونه په شرائطو برابرافغانانود رائیو ورکولو صندوقونو ته ورغلل او پرمټ یې د خپل سیاسي برخلیک د مشروعیت موندلو له پاره ؤلسمشریزې ټاکنې ترسره شوې ، په هغورائیوکې هم د ځینو بهرنیواوکورنیو ذ ید خلواړخونوله خوا لاسوهنې وشوې او د افغانستان سیالې خواوې او د ټول ملت خلک یې په شک کې واچول ، شفافیت یې په درغلیو ورته برعکس اعلان کړ. پوره شپږ میاشتې د ټاکنو د رڼو پایلو اعلانول و ځنډول شول .
 
وروسته د میزان په اوومه دوه تنه اروپائي سیاسي سپین ږیري را غلل او د افغانستان د ملي وثیقې ( اساسي قانون ) خلاف یې افغانانو ته دوه سری حکومت اعلان کړ، چې لا هم د افغانانو درد ورسره دوا نه شو. ځکه یوه سربه د ملي تدارکاتواو نورواړینوغونډو له مخې د افغانستان پر بنسټیزو پروژو باندې اساسي او تخنیکي کارکاوه ، د پاکستان او ایران له احتیاجه خلاصول یې غوښتل . بل سربه یوازې په حکومت کې د واک او د خزانې په برخه کې د خپلې ونډې پرسرهرڅه د تقسیم دو د فورمول له مخې غوښتل . بله کومه ملي برنامه او ملي پالیسې ورسره نه وه او یوازې مفت او بېځایه لګښتونه به یې کول .
 
شپږم : ـــ  خو دا مهال اروپایي اتحادیه د همداسې څو تنو د غوښتنو ملاتړکوي چې له سره ؤلسې قاعده نه لري او ځان په اصطلاح د ټول افغانستان استازي ګڼي . په داسې حال کې چې داسې نه ده ، نه وه او نه به هم وي . د ښاغلي میلین خبرې هم پډي اشډون او رورا باکر ته ورته دي ، خو ددوی ددې پټو خبرو څخه د امریکې د بهرنیو چارو وزیرجنرال جان کئړي د خپلې واکمنۍ پرمهال پرده پورته کړې اوخپله یې ډاکټرصاحب عبدالله عبدالله ته د نړیوالې غونډې پرمهال وویل چې ستا رائیې کمې وې . موږ تاته د اجرائیه ریاست پست افتخاري ددوه کالو له پاره درکړی ؤ .
 
چې پردې سره د ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله پلویان او کمپاینران په غوسه شول اوله ډاکټرصاحب څخه یې خپل وعده کړي حقوق او د ژمنو پرځای کول وغوښتل .
 
پایله دا شوه چې اوس له یوې خوا په افغانستان کې د باروتو اورونه بل دي ، او له بل پلوه کورنیو ، سیمه ئیزو او نړیوالو سیاسي لوګیود صمیمیت ملي او بین المللي فضاء داسې سره ګډوه وډه کړې چې د سولې څرک کله په کې ترسترګو شي او کله هغه هم په کې پټ شي .
 
افغان چارواکې ، په نظام کې د ننه او له نظام څخه د باندې سیاسي مخالفین دې د خپلو ملي ګټو په خاطرپردیواستخباراتي لاسوهنواو د خپل هېواد ، نظام او هېواد والو زار حالت ته په کتوسره نورله خپلو ذات البیني اختلافاتو لاس په سر شي او ټول دې ډ یوه ملي آرمان تر سره کولو له پاره په اخلاص او صداقت سره یو بل ته د ورورۍ لاسونه سره ورکړي ، وروي دې وکړي په حساب سره ، ترڅوافغانستان د پردیو له منګولو پرې وژغوري .