دافغانستان تجزیه؛د لویې لوبې استراتیژیکه موخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67584
عبدالرحمن فرقانی
دخبریدو نیټه : 2017-02-02


د افغانستان  او ګڼو نورو اسلامی هېوادونو تجزیه په حقیقت کې د استعماری لوې لوبې په ترڅ کې ارزول شوې او اټکل شوې استراتیژیکه موخه ده،  د افغانستان په لنډ تاریخ کې څو ځله د افغانستان د تجزیې د پروسې د تطبیق بربنډې  هلې ځلې  تر سره شوې دي، چې په دې اړه د امریکایی سناتور روابکر  چې دنیا د لرې پرتې سیمې څخه د افغانستان سره علاقه ښیي او په دې هکله هلې ځلې په لاره اچوي!، کومې هلې ځلې چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له اړخه ورته چمتوالی نه ښودل کېږي، آن تر دې چې د نوموړې پروسې پروړاندې خنډ کېږي او دا پروسه  د ټولو مرموز اهدافو سره  شنډوي . سره له دې چې پر روابکر باندې  افغانستان ته د ننوتلو بندیز لګو ل کېږي، خو روابکر نوموړې پروسه تر افغانستان بهر تعقیبوي او په افغانستان کې داسې کړۍ په پښو دروې، چې د نوموړې پروسې د تطبیق ملاتړ کوي.
د امریکا د نوی ولسمشر  په بدلون سره  د نوموړې پرسې ملاتړي یو ځل بیا د روابکر په مشرۍ فعال شوي، تر څو د نوموړې پروسې د تطبیق لپاره په افغانستان کې مقدماتي ګامونه پورته کړي، ویل کېږي، چې روابکر په دې اړه یوه مفصله طرحه د نوی ولسمشر ترامپ سره شریکه کړې ده، او د استعمار لپاره د دغې استراتیژیکې موخه ارزښت یې ترامپ ته تشریح کړی دی .. او د نوموړې طرحې په وړاندې کولو سره روابکر د افغانستان په د اخل کې یو ځل بیا فعال شوی دی او له همدې امله ده، چې په افغانستان کې د نظام د بدلون غوښتنې  او غږونه د نظام له داخل او بهر څخه پورته کېږي.
استعمار تل خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره د نظامی یرغل تر څنګ د بشري تاریخ په لړ کې د تجزیه حربه یا وسیله هم په کار اچولې ده، د هېوادونو ویش او تقسیم یو استعماري هدف دی، چې د استراتیژیکو اهدافو لپاره یې پلې کوي،  د ملتونو او امتونو پر ویش سره د متحدو ملتونو ځواک تمامېږي، د وحدت او اتحاد په پایله کې هر ډول ځواک پیاوړی کېږي، که موږ د مسلمانانو حالت په هند کې د هند څخه د بنګلادیش او پاکستان تر  بیلتون وروسته وګورو د هر ډول ظلم او تیری امکانات پر مسلمانانو باندې په هند کې شوني دي، خو که بنګلادیش او پاکستان نوی بیل شوی د مسلمانانو شمیر په هر حالت کې د پام وړ کېدای شوی. د نړۍ په کچه ډېر داسې بېلګې شتون لري، چې د دغه استدلال واقعیت په ډاګه کوي: ویتنام، کوریا، سوډان، صومال، جرمنی، یمن ... او نور داسې هېوادونه چې تر نظامي یرغل وروسته تجزیه شول او داسې هېوادونه اوس هم شتون لري، چې داستعمار تر نظامي یرغل وروسته په منځني ختیځ کې اوس د تجزیه په حال کې ژوند کوي،عراق، سوریه، ..  لیبیا.  عراق اوسوریه د لوېديځ د معتبرو رسنیو په حواله په لاندې تفصیل  ویش او تجزیې  ته چمتو کېږي : د عراق پای
  
د تجزیه بحث د استعمار لپاره یو بنسټیز او برخلیک ټاکونکی بحث دی:
نن په منځني ختیځ کې د تجزیې بحث او د هېودونو ویشل په نورو وړو هېوداونو د استعمار هغه استراتیژیک هدف ته خدمت کوي، چې استعمار غواړي ، دیهودانو په مرسته ورته لاره هواره کړي.. په عراق باندې د بوش د جنګ اعلان د صلیب تر عنوان لاندې دژبې ښویدل نه بلکې مقصود عمل ؤ، ځکه د جمهوري غوښتونکو په ګوند که د( المسیحیون الجدد) په نامه هغه ځوان مسیحیان چې غواړي د مسیحیت هغه منحرفه عقیده چې په دې باور ده، چې عیسی علیه السلام به د فلسطین په ځمکه کې هغه حکومت ( الدوله الموعوده) جوړوی، چې ۱۰۰۰ کاله به دوام کوي، د یهودو په مرسته کوم چې ادعا لري، چې د فرات او د نیل تر منځ په ځمکه باندې باید داسراییلو لوی دولت تاسیس شي ... په حقیقت کې د استعمار او یهودو ګډ ټکې دا دی، چې منځنی ختیځ په وړو هېوادونو وویشي او په پای کې دهغه لوی ( لویې لوبه) اهدافو ته ځان ورسوي، وړاندې مو ورته اشاره درلوده ... لویه لوبه په منځني ختیځ کې د اسلامی هېوداونو تقسیم او ویش د یهودو د لوی دولت د تاسیس په موخه په لاره اچول شوې او منځني آسیا بیا استراتیژیکه موخه ترې د انګلستان او امریکا ګډ استخباراتی پلانونه دي، چې د سیمو ذخایرو او زیرمو ته لاسرسی او د روسیې او چین چې په اقتصادي ډګر کې د استعمار برلاسی او یو قطبه سیاست ننګوي، مخنیوی دی، افغانستان د یوې استراتیژیکې قاعدې په توګه دغې موخې ته د رسېدو لپاره مرسته کوي، خو دا موخه هغه مهال په ښه توګه مدیریت کېږي، چې په افغانستان کې متعدد نظامونه یا د قدرت جزیرې شتون ولري، له همدې امله اوس هم استعمار په افغانستان د یوه نظام په چوکاټ کې د دو مختلفو میکانیزمونو سره راکړه ورکړه لري..
یوه بل حقیقت ته اشاره کول هم ضروری یا اړین بولم،، هغه دا چې د منځني ختیځ د هېوادونو د ویش په  استعماري پروسه کې د ایران او استعمار ګد ټکی دا دی، چې نوموړي هېوادونه به یا د مذهب پر اساس لکه شیعه او سنی په عراق، سوریه، یمن ، بحرین، سعودی عربستان، لبنان ... کې یا د ټبر پر اساس لکه کردان، شیعګان، عربان .. په عراق سوریه کې تر سره کېږي، بناءا په نوموړي تقسیم کې د ایران بلوه نویو وړو هېوادونو را منځته کېدل د ایران په ګټه دي، نو ځکه د نوموړي بروسې د تطبیق په برخه کې په غیر مستقیمه توګه ګټه بورته کوي او د تطبیق خنډ نه کېږي... او په دې هکله د مخالفت غږ نه پوږرته کوي.
باید یادونه وشي، چې د دې استراتیژیکې موخې تر څنګه د استعمار لپاره د اسلامی هېوادونو تجزیه مرسته کوي ، تر څو د دغو هېوادنو مدیریت د استعماري اهدافو لپاره شونی وي، د ذخایرو په غارتولو کې ورسره مرسته کولای شي، څرنګه چې اوس د عراق په شمال کې د بارزانی نا اعلان شوی ، جلا حکومت په مستقله توګه راکړه ورکړه کوي او د خپل اقتصاد د تقویې لپاره په تیټه بیه او د تیلو د نظام له اصولو خلاف غرب ته تیل پلوري .. په عراق او سوریې کې بې ثباتی او د تجزیې لور ته حرکت د استعمار سره مرسته کوي، تر څو خپلو استراتیژیکو اهدافو ته لاسرسی ولري ..
په افغانستان کې دروسانو تر شکست وروسته، په مسلمانانو کې د استعمار او استبداد پر وړاندې د مبارزې یوه پیاوړې انګیزه وزېږده، دا انګیزه د نړۍ ګوډ ګوډ ته د هغو مجاهدینو په لاس ولېږدول شوه، چې د افغانستان د جهاد له ډګر څخه خپلو هېوادونو ته ستانه شول، خو استعمار دغه ښکارنده په داسې ډول مدیریت کړه، چې تر ډېره برېده یې د اسلام سره د ترهګرۍ په نښلولو کې توظیف کړه او دغه هدف ته د رسېدو په لار کې تر ډېره موفق هم شو په دې ترڅ کې دعربي پسرلی خوځښت هم د یادولو وړ دی، د عربي پسرلي خوځښت هم د استعمار سره د مبارزې یوه غوره بېلګه وه، چې تر ډېره یي هڅه کوله چې په هغو اسلوبو د استعمار سره مبارزه وکړي، په کومو اسلوبو چې استعمار د مسلمانانو سره لوبه کوي..
د ولسمشر کرزی د حکومت د ټولو کمښتونو سره سره دوې لوې لاسته راوړنې چې په تاریخ که به په زرینو کرښو ثبت شي، د تم کېدو وړ دي:یوه د امریکا سره د استراتیژیک تړون نه لاسلیکول  او یا د لاسلیک لپاره یې د افغانستان د ثبات لپاره شرایط مطرحول، چې په ټول کې یې تر لاسلیک وروسته په افغانستان کې د ثبات لپاره مرسته نه ده کړې، دا سمه ده، چې امریکا د ګڼ شمیر هېوادونو سره تړونونه لاسلیک کړي، دي، خو د طرفینو ګټې پکې خوندي شوې دي، خو د افغانستان سره نوموړی تړون په مبهم شکل لاسلیک شوی، د افغانستان په هکله د امریکا د التزاماتو اړوند مبهم الفاظ استعمال شوي،  دتجهیز مقدار معلوم نه دی، د درناوی او غندنې الفاظ پر افغانستان د دښمن د تېري درد نه دوا کوي، موږ افغانان عمل ته اړتیا لرو نه مبهمو الفاظو ته چې د تطبیق سرحد او میکانیزم یې معلوم نه وي. بنا د تړون لاسیلیک باید په افغانستان کې د ثبات او ټیکاو په تامیین کې مرسته کړې وي، تر څو افغانستان له دغې بدمرغې جګړې څخه خلاص شوی وی  ..  او بله لاسته راوړنه د تجزیې د پروسې د تطبیق مخنیوی او د تجزیه څخه د افغانستان ژغورل، کوم څه چې روابکر غوښتل په افغانستان کې ورته لاره هواره کې ...
د یوې پردۍ نیابتي جګړې تر څنګ افغانستان ته نورې ګڼې ستونزې هم متوجه دي، چې تجزیه او د افغانستان ویش هم هغه ستونزه ده، چې د افغانستان چارواکي باید ورته ځیر او د دغې لوبې مخه ډب کړي. د بشري تاریخ په لړ کې په سیاسي لوبو کې د هېواد تجزیه تر ټول ننګین او د شرمه ډک عمل ګڼل شوی، د کوم حکومت په دوران کې چې هېواد تجزیه کېږي، د هغه دوران دچارواکو نوم په تاریخ کې تل په سپکو او لوېدلیو تکو ثبت شوی دی، خکه هغه چارواکي چې د خپل هېواد د خاورې د ساتنې او خوندیتوب وس نه لري، په حقیقت کې ملي روحیه یې ضعیفه او د نورو دګټو لپاره کار کوي، تر د وړاندې چې دخپل هېواد د بقا، سوکالۍ، سمسورتیا، وحدت او پرمختګ لپاره کار وکړي.