لغمان کې څه تیریږئ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67589
اجمل جان
دخبریدو نیټه : 2017-01-27

 

دلغمان امنیت یادوم .امنیت دهېواد په کچه ښه نه دی تقریباً هره ورځ دناامنۍ کڼ خبرونه د رسنیو سرټکي  جوړوي.  دملي دفاع وزارت د ۲۴ ساعته راپور پراساس چې یوازې نن يې ځواکونو د نورو کوچنیو عملیاتونو ترڅنګ په شپږ ولایتونوکې لوی عملیات لرل. خو پوهیږئ چې د شپږو ولایتونو په عملیاتو کې د ۲۴ ساعتونو په اوږدوکې ددښمن تلفات څومره  وه؟یوازې ۲ تنه .

دابېخې د نه منلو ده چې ددومره قوت، مصارفو،تجهیزاتو،امکانانو،وسایطو،ټانکونو،توپونو او هوايي ځواک دي   پر کلاشینکوف ،پيکاه او راکټ انداز  سمبال دښمن مات نه شي.پخوا خو به زموږ پلرونو د تورو او تبرګیو پرمټ د روسانو لوی پوځي قطارونه تارومار کول ولي اوس زموږ مجهزه اردو ،پولیس او امنیت دغه یوڅه لنډغر نشی ماتولی .اصلاً که ووایو اراده  هغه پخوانۍ اراده نشته .

لغمان کې د امنیه  قوماندانۍ  او ملي امنیت ترڅنګ  ملي اردو مجهزه لوا پرته ده، شاوخوا تر ۶۰۰۰ زرو پورې وسلوال قوت په دغه ولایت کې شتون لري. دهغو شمېر و لمخې چې دملي امنیت څخه مو ترلاسه کړې  په دغه ولایت کې د دولت د وسلوالومخالفینو شمېر تر ۲۰۰۰ زرو کم دی.سړی دلته حیران شی چې دومره قوت  او پر وړاندې يې دمخالفینو سپين سترګي ؟

دلغمان والي ښاغلي نعیمي د امنیت لپآره پرلپسې منډې تر ړې کړي دي. ستونزې يې د ملي دفاع او کورنیو چارو  وزارتونو  او امنیت شورا پورې بار بار رسولې او له هغوی يې په دغه ولایت کې دځمکنیو او هوايي هدفي عملیاتونو غوښتنه کړې. ان یوځل خو ورسره د ملي دفاع  وزارت ژمنه کړې وه چې دکابل جلال اباد د لوی لارې او لغمان د خوندیتوب لپاره به په دغه ولایت کې میشتې قول اردو ته  دوه څرخکې ورکړي. خو چیري وعدي یوازې وعدې وي او بس.

 په همدې جریان کې د ولایت په سطحه هم کار شوی. دوه قوماندانان  پرلپسې یو په بل پسې په همدې موخه چې بدیل به يې دامنیت په تامین کې ښه رول ولوبوي تبدیل شوي دي . دمليامنیت رئیس هم تغیر شوی اوس اوس د لوا قوماندان هم په همدې موخه چې ګواکې ځای ناستی به يې میشته اردو ښه رهبري کړي تغیر شوی او لا نوی کس نه دی راغلی.

دا چې میشت شپږزره ځواکونه ولې دفاعي حالت لري  اوغوڅاقدامات نه کوي په دې موږ هم نه پوهیږو.خو دا هره ورځ وینو چې ان د ملي اردو د لوا او امنیه قوماندانۍ د دیوالو په څوسوه مترۍ کې د مخالفینو ډلې له خلکوباج

اخلي.دلغمان وضعیت کاملاً ترینګلی دی که يې میشت ځواکونه همداسې په ټپه ولاړ او مرکز ترې بې پروا وي نو لیري نه دې د نه جبرانیدونکي حالت سره به دغه ولایت مخ شی .

دلغمان ولسونه د امنیت په تامین کې ددولت  په پاتي راتلو سره  له نظام مایوسه شوې او په کلکه له اړوند وزارتونو غواړي چې یادې په دغه ولایت کې ښه قوي عملیات چې دښمن پکې وځپل شي ترسره کړي او یادې هم  په امنیت سکتور کې ژر ترژره کوټلي اصلاحات رامنځته کړي او ددښمن پروړاندې دي تعرضي حالت غوره کړي.

همدا نن د مرکز اړوند د امنیه قوماندانۍ او لوا په نیم کیلومترۍ کې یو محصل دمخالفینو لخوا ویشتل شوي او په شهادت رسیدلی دی.

دلغمان وضعیت د د اندېښنې وړ دی.ښاري سکون نشته او خلک له غرمې وروسته د مرکز او ولسوالیو ترمنځ تګ راتګ ته زړه نه ښه کوي او ان داسې خو هم ویل کیږي چې په یو شمېر سیمو کې وسلوال مخالفین د ملي او محلي پولیسو د پوستو تر دیوالونو رسیدلی او پر وړاندې يې هیڅ غبرګون نه ترسترګوکیږي.

درې ورځې وړاندې په دغه ولایت کې یو پولیس چې کورته په رخصت راغلی وو دمرکز اړوند یوکیلومترۍ کې وسلوالومخالفینو په رڼا ورځ له  کوره وویستو او په عامه محضر کې يې د خپلو ماشومانو،مور او ښځې پروړاندې په مرمیو سوری سوری کړ.

دا ډول پېښې اوس دلغمان دهرې ورځې معمول دی.که يې د مخنیوي او امنیتي خوندیتوب لپاره د په ولایتي او مرکزې سطحه رسیده ګي او پاملرنه ونه شی نو دغه ولایت به دنه جبرانیدونکي حالت سره مخ شی چې ورسره به ټول ختیځ دستونزو یولوی ګرداب ته پریوځي.جدي غوښتنه مو د ملي دفاع وزارت،کورنیو چارو وزارت او امنیت شورا څخه داده چې دلغمان امنیت ته څومره چې ژر کیږي بېړنۍ پاملرنه وکړي او دغه ولایت  له اوسنیو ناخوالو را وباسي.