افغانستان د نړیوالو سیاستونو په محراق کې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67591
محمد انور ولید
دخبریدو نیټه : 2017-01-26


 
په افغانستان کې د ترورېزم په پلمه جګړه د امریکې پخواني ؤلسمشرجمهوري پلوه دوهم بوش پیل کړې وه ، له نوموړي څخه د پیل کړې جګړې میراث دیموکرات پلوه اوباما ته ور پاتې شو ، هغه هم دا جګړه ترسره نه کړه او اوس دادي ددې پردۍ تپل شوې جګړې میراث د امریکې پینځه څلوېښتم جمهور رئیس ټرامپ ته ور پاتې شو .
 
سږ کال دا جګړه (۱۷) کلنه شوه اوراتلونکی کال دا شپې به خپل قانوني د بلوغ سن هم پوره کړي او د امریکې په تاریخ کې به دغه ترټولو اوږده جګړه (۱۸) کلنه شي . خو پر سیمه اونړۍ به یې اغېز څه وي او د افغانستان  له راتلونکي برخلیک او پایلې به څه کوچ ترې راووځي ؟ !
 
که خبره د نړیوالو سیاستونو بدلېدو وي ، نو په ټوله نړۍ کې خو سیاستونه له معمول سره سم په سوله ئیزه توګه ادلون بدلون مومي ، ځکه په پرمختللوهېوادوکې اوس د کودتاګانو زوړسیستم له کاره لوېدلی اوهېڅوک یې نه خوښوي ، اومشران یې د خپلو ملي ګټو په خاطرخپل هېواد ، خپله خاوره ، خپل خلک اوخپل نظام په خطرکې نه غورځوي ، خلک یې هوښیاراوترخپلو شخصي ګټوملي ګټو او خپلو هېواد والو ته ترجېح ورکوي . یومشرچې خپل قانوني وخت پوره کړي ، بل یې د خلکو د قانوني رائیو پراساس پرځای راځي او مشران یې هم د خپلو خلکو مشروع رائیو ته په درنه سترګه ګوري .
 
ولې زموږ په لوېدلي اوجګړوځپلي پېښو زیږوونکي هېواد افغانستان کې افغان سیاستوال د نړیوال عُرف خلاف په دې بهیرکې له پېله په کودتاګانو ، درغلیو او ناروا معاملوکې ځانګړی شهرت او خاص مهارت لري ، چې هم یې خپل هېواد ، خپل خلک او خپل نظام له بې ثباتیو سره پرې مخ کړی ، اوهم یې نوروته د لاسوهنې زمینې پرې برابرې کړې دي .
 
که له یوې خوا افغانستان د نړیوالو د هراړخیزه سیالیو ډګرجوړشوی ، خوله بل پلوه افغان سیاستوالوهم  د خپل سیاست د بګۍ آس له ملي جادي څخه پربله خوا کوږکړی چې اوس نه خپله خپل سمت ورمعلوم دئ او نه هم خپل ملت پرسمه لاربرابرولی شي . خپل ملي توا زن او تعادل خوهسې هم دلته د شهرناپرسان په تلي سره حسابېږي .
 
په کورد ننه بېغوري ، بې عدالتي ، انارشي ، ځانځاني ، چور، تاله ترغه کېدل ، بډې رشونه ، اختلاس ، اداري فساد ، کورني او بهرني ټول عائدات تقسیم پردوو، د حکومت ترڅنګ نورموازي حکومتونه ، مافیایي بانډونه ، جرمي او ترورېستي پېښې ، بېکارۍ اود مخد رو مواد و کرکیله ، تولید ، قاچاق ، ګوندي ، ژبني ، سمتي او مذهبي تاوتریخوالي ، ملي یووالی سره پاشل کېدل ، د نشه یانو په لکونو پلتنې او قانون ترپښو لاندې کول موجود دي . خو له کوره د باندې بیا د سیمې او نړۍ په کچه د افغانستان ، افغانانو اوافغان نظام په وړاندې د توطئیو جوړولوسترا تیژیکي پلانونه ، مدیریتونه ، اوعملي کول دوام لري .
 
افغانستان نن سبا د همدغه ډول سیاستونو په محراق کې پروت یو داسې هېواد دئ چې هر د م او هره ګړۍ د هر ډول پېښو د پېښېد و امکانات په کې محسوس او مشهود دي . خو پو ښتنه داده چې زبرځواکونه څه شي دېته اړکړي چې دا (۳۸) کاله په پرله پسې توګه یوازې افغانستان د سیمه ئیزو سیالیواو نړیوالو نیابتي جګړو د اتلولیو ډګرجوړشوی ، دپردیوله خوا په خپله خوښه افغان نظامونه په کې ړنګېږي اود د وی په خپله خوښه نظامونه په کې جوړېږي او د اصیلو افغانانو پاکو رائیو ته په سپکه سترګه کتل کېږي ؟
 
په مېلیونواومیلیاردونو ډالرد افغان نظامونود تخریب او بیا جوړولو پرسرلګول کېږي ، خوافغانانو ته نه د اصلي رائیو ورکولو فرصت برابرېږي او نه هم د کاند یتورۍ . ځکه هغه شرائط او بندیزونه چې د مالي امکاناتو له پلوه د غریبو، خو په اصل کې د عاقلو ، بصیرو ، با درایته ، وړاوعالموملي خلکوپرمخ وضع شوي ، هېڅکله هم ځان کومې ملې پروسې ته د مالي امکاناتو د نه شتون او تعذیراتي ژوند له کبله نه شي کاند ید ولی .
 
همدا لامل دئ چې زموږ د ټولوملي پروسو واک اختیارله ملي خلکواوملت سره نه شته ، بلکې زموږ د ټولو ملي برنامو د واک پرسرد سیمه ئیزواونړیوالو معاملو حرفوي متخصصین ورکېنول شوي . هغوی د حاتم طوائي له همدې ملي د سترخوان څخه په خپله خوښه د سیمې او نړۍ د نورو همشریکانو په ملګرتیا او ملاتړخپل ځان او نورو یارانو ته د بیت المال د حلوا برخې وېشلې ، موږ او ټول ملت په کې محروم ، او مالي او ځاني قربانۍ یې  بیا د یرغمل شوواو لوېد لیو افغانانو( خاموش اکثریت ) په برخه دي .
 
موږ خپل ملي سیاست او ملي واک اختیارنه لرو. دا مهال خو زموږ ملي سیاست او ملي واک اختیار د سیمه ئیزو او نړیوالو سیاستونو په محراق کې پروت دئ ، ځکه یې له کبله نن  افغانستان پرې د پرد یو لوبو تر سره کولو ډ ګرجوړکړی دئ .
 
د مادي نړۍ په دې مادي نظام کې داد ټولو پد ید و ترمینځ یو اصل دئ چې هره پد یده باید د خپل موجودیت د ثبوت له پاره یو ذاتي جینیتیکي خصلت او اصالت په ځان کې ولري ، ترڅو خپل ځان او خپل شتون د نورو پد ید وپه مینځ کې پرې ثابت کړي . ولې متأسفانه چې زموږ پرجینیتیکي خصلت باندې هم د سیمه ئیزاو نړیوال استعمارپېریان د افغاني اصالت بدلولو له پاره ورناست دي ، تر څود څو لسیزو په تېرېدو سره د هغوی (D.N.A.) او افغاني اصیل هویت هم له مینځه یوسي .
 
نړۍ ټوله له هر ډول ملتونو تشکیل شوې . خو په خپله جغرافیوي محدوده کې د هغوی جنډه ، قانون ، نظام ، ځمکنۍ او فضائي بشپړتیا ټول د نړیوالو قوانینو پربنیاد ژوندي او خوندي دي . ولې له دې سره سره بیا هم د سیمې او نړۍ چارواکي او زورواکي د افغانستان خلکو ، نظام ، خاورې ، مادي او معنوي ارزښتونو ، قانون اوبشري حقونوته په سپکه سترګه ګوري او د افغانستان جغرافیه ، د افغانانو او افغان دولت سر، مال ، ناموس او ټول ملي ارزښتونه دهغوی له شره ځکه په امن کې نه دي چې له یوې خوا افغانستان د غلطو سیاستونو په لوموکې بند پاتې دئ ، او له بل پلوه په افغانستان کې نسبي واک داسې خلکو ته سپارل کېږي چې هغوی ترټول افغانستان او په افغانستان کې ترټولو مافیها خپل ځان ، خپل ګوند ، خپل سمت ، خپله ژبه ، خپله کورنۍ ، خپل مذهب ، خپله څوکۍ او خپلې ګټې ارزښتناکې ګڼي او ټول ملي ارزښتونه او حقیقتونه د خپلو زدو بندونو ، معاملو اوهوس رانیو قرباني کوي ، قانون ماتوي او د حق پرځای باطل ته ترجېح پرې ورکوي .
 
که چېرته افغان سیاستوال ، چارواکي ، مخالف وسله وال ، پوهان او مشران په ریښتیا سره د یوموټی افغانستان اصلي خپلواکي ، او د یوه واحد ملي نظام او خپلې ملي وثیقې چلولو شتون غواړي ، ور باندې واجبه خو داده چې ټول دې خپل اختلافات سره یوې خواته کړي او په ګډه دي افغانستان ته د نړیوالو د غلطو سیاستونو له محراقه نجات ورکړي ، پر یوه ملي ریښتیني محور باندې دې سره را ټول ، او افغانستان دې  نورله دغې کورنۍ ، سیمه ئیزې او نړیوالې انزوا څخه را وباسي ، ترڅوپه کور دننه خپله افغانان  ، او له کوره د باندې سیمه او نړۍ ور باندې د حقوقو د تأمین او تضمین له پاره باور وکړي .
 
همدغه د افغانستان ، افغان نظام او افغانانو د ژغورلو اصلي لاره ده .