سیاسي صفا – مروة ، او نړیواله شُرطه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67599
محمد انور ولید
دخبریدو نیټه : 2017-01-25


 
 : ۱۳۹۵ لمریزکال ـ د سلواغې ۶ مه
 
د افغانستان سیاسی نظام له کورنیو ، سیمه ئیزو او نړیوالو ستونزو سره سره دری کلن شو . د امریکا د متحده ایالاتو د سیاسي نظام سره له کورنیو او نړیوالو غبرګونونو درې ورځې پوره شوې . په کابینه کې یې هم تردې مهاله دوه تنه وزیران نومول شوي . خوپارلمان یې هاغه د نړۍ له هغه بل څټ څخه آن دلته د افغانستان د برخلیک ټاکل کېدو په اړه دمخه دېکتې شوي خپل منفي نظریات وړاندې کوي او وایي چې ؛ په افغان نظام کې د پښتنو ونډه ډ ېره ده او باید په افغانستان کې فدرالي نظام را مینځته شي .
 
دا نظرد امریکا په پارلمان کې په داسې حال کې وړاندې کېږي چې د مخه په شمال کې د جنرال دوستم ګام په ګام پوځي پروسې اوسیاسی مانورې پیل شوې ، د کندزاوبغلان نا آرامیوته لمن ووهل شوه ، په ننګرهاراو زابل کې طالب ډوله د داعش ډنډورې وغږول شوې ، پرکونړونو اوبدخشان باندې تعرضي پېښې را مینځته شوې ، په کابل ، هلمند اوکندهارکې ځانمرګي اوبمي چاودنې وشوې ، په هلمند ، نیمروزاوفراه ولایتونوکې د ایران طالب پلوه د افغانستان ضد تخریبي فعالیتونه ، اود پاکستان له خوا ديپلو ماتیکو اړیکو رغولوته تلوسې زیاتې شوې ، اوپه ټوله کې طالبانوپه تېرو لسو میاشتو کې (۱۹۰۰۰) تخریبي بریدونه په افغانستان کې ترسره کړي ، خو د چا پرمټ ؟ 
 
سوال دادئ چې دغه تر هګر بریدونه چا سره تنظیم ، اکمال او په لاره اچولي او ترشایې کوم پوځي اومالي ملاتړموجود ؤ ، ځکه ټوک خواره طالبان خو دومره عائداتي منابع نه لري ؟ !.....
 
ځینوافغان چارواکوهم پرته له سنجشه له نورې نړۍ سره د خپلوځانګړیو روابطوجوړولوآسپوته متروکې نیولې ، کله په پردیو پوځي قرارګاه ووباندې پرته له بلنې ورننوځي اود بلې نړۍ مشرانوته د مبارکۍ اوبای بای په اشاروسره د حال په ژبه ددې له پاره خبرې کوي چې ګني پام یې ودوی صاحبانوته ورواوړي ، ترڅو په افغانستان کې یا خو د ټول واک ترلاسه کولوملاتړپرې د ځان کړي ، اویا هم په افغانستان کې د کومې معاملې په ترڅ کې د بېلتون پالو په خوښه د ښکېلاکګروپه ملاتړفدرالي نظام ورته جوړکړي . کله پردیو مرستیال ؤلسمشرانو ته د حاتم طائي له جیبه د راتګ بلنې ورکوي ، کله د وهابیانو د څادر پیڅکې ورغوټه کوي ، کله د ایراني آخندانوترقبا لاندې سرونه را اوچت کړي اوکله د پنجابیانو دعوتنامو ته لبیک وایي .
 
لنډه داچې ځینو افغان سیاستوالو له دغو منډو ترړو څخه خپله ( سیاسي صفا ـ مروه ) جوړه کړې ، کله یوه ته په خپل دغه سیاسی سُراب کې منډې ترړې وروهي اوکله بل ته ، خو له بېځایه تلوسې یې نورخلک منفي ملي ضد ګټې اخلي او نړیواله شُرطه ورته غلطې لارې ګُدرې ښیي . 
 
ځکه خونړیوالواوسیمه ئیزوچارواکوپه افغانستان کې ترکاسه لاندې نیم کاسه لیدلې اوهغه شعارونه د پردیودولتي نهادونوله آدرسه په پردیو بې مسؤولیته خولو موږ ته ویل کېږي چې د لرغوني افغانستان له برخلیک سره هېڅ ډول تړاونه لري .
 
که موږ د نړیوالوخپل کورني نازک شکېدلي حالت ته لږ سر ورښکاره کړو، وبه وینو چې په هغوی کې خپله ډېرې کورنۍ ستونزې موجودې دي چې حل کول اوهوارول یې لسګونو کلونه وخت غواړي .
 
د امریکې په دری ګونو قوواووکې خپله ډېرې نیمګړتیاوې شتون لري . له (۵۲ ) ایالتونو څخه جوړه سنا او ؤلسي جرګه له اجرائیه او قضائیه قوواووسره همدا اوس په ټکرکې ده . ځکه همدا اوس د سناتورانواووکیلانود قانوني اړخ له اجرائیي اوقضائیي سیستمونو سره د کورني او بهرني ناروغ سیاست پرسرتل لانجې روانې دي . د امریکې په کورد ننه اوله کوره د باندې ددوی د مشرتابه پرسرهره ورځ مظاهرې ، لاریونونه اونیوکې کېږي .
 
په کوردننه خپله امریکایان ، او له کوره د باندې سیمه او نړۍ د امریکې کورنۍ او بهرنۍ ګونګې پالیسیانې نه خوښوي . ځکه د امریکایي حکومت دغه ډول پالېسیانو په امریکا کې امریکایان ، او په سیمه او ټوله نړۍ کې خپل متحدین ، دوستان او دښمنان ټول په شک کې اچولي او ددوی پردغه سیاستونوباندې هېڅوک نه پوهېږي چې ددوی دوستي له خپلو دوستانو او دښمني یې له دښمنانو سره تر کومې کچې پرڅه باندې را ټوله ده ؟
 
خو یوازې دومره پوه شوي چې امریکایي چارواکي دوست او دښمن دواړه په سیمه او نړۍ کې د کړکېچ د دوامداره ساتلواوخپلو موخوترلاسه کولوله پاره استعمالوي . ځکه خوله دوستانو سره په مستقیمه ، اوله دښمنانو سره په غیرمستقیمه توګه داسې له کاره لوېدلې ګوډې ماتې مالي او پوځي مرستې کوي چې یوازې په خپلومینځوکې سره پرې وخوري ، خو خپله دوی ته یې هېڅ ډول ضرر پرې ونه رسېږي .
 
افغانستان دا مهال د آسیا په زړه کې د ترورېستي پېښو په آتشکده بدل شوی . نړیوال ځواکونه په افغانستان کې پراته دي . ګاونډیان او د سیمې او نړۍ هېوادونه د خپلو لاسوهنو ننداره کوي . خوجنازې هر دم ګړي په کې د افغانانو باردي .
 
آیا داسې ځوک شته چې نورد سیمې او نړۍ د آتش پرستانو پردغې ( ۳۸ ) کلنې آتشکدې باندې د سوچه افغاني توحید او ملي یووالي اوبه ورتویې کړي ، ترڅو زموږ په لرغوني هېواد افغانستان کې د تل له پاره د نفاق د شوګیرو دغه بل اورونه د تل له پاره مړه او په ایرو بدل شي ؟
 
که وي ، نوهغوی چېرته د مهد آخرزمان د ظهور په تمه په کومه شړۍ کې ځانونه پټ کړي ؟ افغانستان خو دا مهال په فزیکي کنډواله بدل شوي، زړه یې دئ چې کېمیاوي ابدي نېستي یې هم په خپلو سیل بینو سترګو وویني که څنګه ؟
 
نه ! هېڅکله نه ! ځکه دا به هغه وخت وي چې نورراتلونکي نسلونه به موږ ته د عبرت په سترګو ګوري او زموږ له بېغوره او بې مسؤولیته کارناموڅخه به پندونه عبرتونه اخلي ، او تاریغ به هغه وخت موږ ټول د حقیقي عدالت په دادګاه کې مجرم اومحکوم په ګوته کړي وو .
 
د فدرالي نظام طرح په افغانستان کې د افغانستان د واحدې جغرافیې د ټوټه کېدو او په توکړو د وېشلو یو منحوسه هڅه ده چې د امریکې په مشرۍ نړیوال اېتلاف وارله مخه خپل پوځي یو نټونه د افغانستان په ( نهو ) حساسو ځایونو کې ورته ځای پرځای کړي . هغه متل دئ چې وایي : د لندو خټو د لږو اوبو حاجت دئ . که همدغه طالبان ، اوهمدغه نړیواله ټولنه  وي ، نو افغانستان ړنګ درواخلۍ . ځکه ددوی په مرستواوهمکاریو باندې له تېرو (۱۶) کالو را هیسې افغانستان د جوړولو پرځای ړنګ شو ، د سولې پر ځای اختلافونه ډېرشول ، د حکومت او خلکو ترمینځ د ناسمې حکومتولۍ له امله بې باوري را مینځته شوه ، خلک په خپل ټاټوبي کې پرخپل ځان او د خپلې کورنۍ په ژوند باندې ځکه بې باوره دي چې د سر ، مال او ناموس خوندي ساتلو تضمین یې نه شته .
 
که زموږ د سیاسی مشرانو زړونه په ریښتیا سره پردې خاوره ، خپلواکۍ ، افغانانو، ملي شتمنیو، ملي او دیني ارزښتونواو راتلونکي برخلیک باندې خوږېږي ، نود دوی د درملنې له پاره زه دوی ته یوازې یوه ملي نسخه دلته لیکم : او هغه دا چې :
 
(( د افغانستان ټول مشران دې د خپل واک ، خپل عزت ، خپل خود ارادیت ، خپلې خپلواکۍ ، خپلو خلکو ، خپلې خاورې او خپلو شتمنیو د خوند ي ساتلو له پاره د خپل وجدان او خپل ضمیر پر بنسټ د زړه له اخلاصه د ملي یووالي په محور سره را ټول شي . کورني او ذات البیني اختلافات دې د بهرنیو لاسونو ورلنډولو له پاره سره یوې خواته کړي ، په یوه خوله دې له یوه رسمي افغاني آدرسه خپلو ټولو ور پېښو کورنیو او بهرنیو ناخوالو ته په رغنده سوک ځواب ورکړي . ترڅوګاونډیان ، او د سیمې او نړۍ چارواکي او زور واکي په ريښتیني ډول افغانستان ، او د افغانستان د خلکو ټولو ملي او بین المللي حقونو ته په درنه سترګه وګوري او له دې لارې خپل خوړل شوي او غصب شوي حقوق بېرته ترې تر لاسه کړي . ))
 
هو ! همدغه یوه ددوی ، هېواد او ټولو افغانانو د نجات لاره ده او بس .