د جلال اباد ښار بېلابېل واټونه له اوږده ځنډ وروسته روښانه کړای شول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67608
جواد
دخبریدو نیټه : 2017-02-14

 له اوږده ځنډ وروسته د جلال اباد ښاروالۍ له لورې بېلابېلو واټونه د برېښنا په فعالولو سره روښانه کړای شول .
د جلال اباد ښاروال حمیدالله افغان وایي د ښاروالۍ په مالي لګښت یې د دغه ښار واټونو،جادو، سړکونو او نورو سیمو کې نوې عصري د برېښنا ګروپونه نصب کړي،چې په ترڅ کې د شپې له لورې دغه ښار له اوږده ځنډ وروسته روښانه کړای شو.

هغه زیاته کړه،د جلال اباد ښار د ښکلا په موخه ګڼ شمېر نور پلانونه هم لري،چې ډیر ژر به یې ښاریان د عملي کولو شاهدان ووسي