دارزګان کندهار تر منځ دلاري پولیسو دمعاشونو د نشتون له امله ۷ پوستي خوشي کړي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67636
راپور احسان الله ولس يار
دخبریدو نیټه : 2017-02-19

دارزګان ولایت سیمه اییز چارواکي وايي دارزګان-کندهار ترمنځ لاره باندي پولیسو خپلي ۷ امنیتي پوستي له دي امله خوشي کړي چې ګني له تیرو څو میاشتو راهیسي يي معاشونه ندي ورته رسیدلي.
په ارزګان کي مسؤلېن ژمنه کوي چې ژر تر ژره به دغه ستونزه حل کړي.
کندهار-ارزګان ترمنځ پر لویه لاره چې هسي هم تري دخلګو شکایتونه ډير دي پولیسو يي په خپله خوښه امنیتي پوستي خوشي کړي.
دارزګان دوالي ویاند دوست محمد نایاب وايي چې ددغي لاري پر سر پولیسو ۷ امنیتي پوستي ځکه پري ایښي چې ګواکې له تیرو څلورو میاشتو راهیسي ورته معاشونه ندي رسیدلي.
نموړی وايي چې دغه امنیتي پوستي ۳ يي دکندهار او ۴ يي دارزګان پوري اړوند دي خو په وینا يي چې پوستو ته نور پولیس لیږل سوي دي.
په ارزګان کي دنا امنیو دپیل کیدو سره سم له تیرو ۶ میاشتو راهیسي نه یوازي دا چې ټول بانکونه تړل شوي بلکي مخابراتي شبکي او ملکي هوايي شرکتونو هم خپل فعالیتونه درولي دي.
په ارزګان کي یو شمیر پولیس وايي چې دوی ته له تیرو ۶ میاستو راهیسي معاشونه ندي ورکول سوي او که معاشونه ور نه کول سي دندي به پریږدي.
په ارزګان له دي وړاندي هم پولیس دوسلو او مهماتو دکمښت له امله خپلو پوستو پریښودلو ته اړ شوي وه.
دبانکونو مسؤلېن او دولایتي اداري استازي وايي چې دوی هڅه کوي څو دبانکونو دتړل کیدو ستونزه ژر تر ژره حل کړي خو وايي چې دغه ستونزه دافغان بیسیم شرکت دتړل کیدو او انټرنیټ دنشتوالي له امله راپیدا سوي ده.
دبانګ دمسولسولينواو ولايتي اداري کلف.............
دیادوني وړ ده چې شاوخوا یوه میاشت مخکي دارزګان کندهار تر منځ سلګونه موټر چلوونکو له دي امله کاري اعتصاب کړی وو چې چې ګني ددغي لاري پر سر دامنیتي پوستو پولیس يي وهي ډبوي او په زوره بیګارونه ورباندي کوي.