مالیې وزیر د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایې بانک له رئیس سره وکتل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67643
جواد
دخبریدو نیټه : 2017-02-22

 

مالیې وزیر اکلیل حکیمي د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایې بانک له رئیس ښاغلي تام پنیلا سره وکتل.

په لیدنه کې دواړو اړخونو په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د اسیا پراختیایې بانک پر پروژو، په اغېزمنه او ګټوره توګه د پراختیایې پروژو په پلي کېدو، په جاپان کې د اسیا پراختیایې بانک په کلنۍ ناستې او یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې