د عامه او خصوصي مشارکت پروګرام د یو ورکشاپ په ترڅ کې د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67644
جواد
دخبریدو نیټه : 2017-02-22

 

د عامه او خصوصي مشارکت پروګرام د مالیې وزارت د عامه او خصوصي مشارکت کارکوونکو لخوا د یو ورکشاپ په ترڅ کې چې د لوړو زده کړو وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوې وو د یاد وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

د لوړو زده کړو وزیرې اغلې فریدې مومند، په پرانیسته وینا کې د عامه او خصوصي مشارکت د پروګرام په موخو او ګټو خبرې وکړې او یاد پروګرام یې د حکومت یوه ستره لاسته راوړنه وبلله. نوموړې له خپلو ټولو کارکوونکو څخه هیله وکړه چې له دې پروګرام څخه پوره ګټه واخلي.

د مالیې وزارت د عامه او خصوصي مشارکت رئیس ښاغلي عبدالمومن منصور ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د یاد پروګرام د اهمیت او ګټو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.

د یادونې وړ ده چې په دې ورکشاپ کې د لوړو زده کړو وزارت مرستیالانو، د ولایتونو رئیسانو، د پوهنتون استادانو او ګڼ شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو.