ته پوهیږې که انجینر؟!!!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67656
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2017-02-23

د ساده خمټ دیو دوست نوم و غاښک انجینر
 دهغه يې منل هر ډول غلطه سلا پلن او نازک خبر
 د شوده خمټ اوازه خپره سوه د خیښي او واده
 سر نه خلاصیده د لوده په خوښي او تاوده ساړه
 پوښتنه یې وکړه له انجینره: واده ته څه تلوار دی
 زماخوار غریب ته یو بل ډوډۍ خوره څه په کار دی
 انجینر ورته ویل سادګیه ماینه مالګه ده د ژوند
 دمیړه د پرو بالښت سي دهغې مرمري مړوند
 ده ګنډونکی . پخونکې هم دکالو منځلو ماشین
 لاسونه د زرو ،پښې دسپینو ویښته یې وریښمین
 دوې لري سپينې د میني دجواهرو ډکې بوغچې
 ملا وایي به لوږې کې یې خوړلای سې غوښې پستې
 سوچ کاوه ساده،څه به کوي په دومره سپینو او سرو
 ځان به هر ورځ موړ وي دهغې په غوښو پستو
***
وخت تیریده ناببره دخمټ د دواده شپه سوه
 په خلکو خوږه شپه وه په هغه ډیره ترخه سوه
 دواده شپه یې دیخوا هاخوا خپله ماینه کړه
 د هغې د ټوله تنه یې لکه ډاکتر معاینه کړه
 سهار يي په بې خوند ي وپوښتل له انجینره
 کوم ځای د ماینې جوړ دی له سره زر ه
 ول هر ځای د ماینی دی تر سرو زرو ګران
 هره ماینه ده د دخپل د میړه د اولادو کان
 یولوېښت ولاړ سه د هغې تر نامه لاندې
 چې دی کان پیدا کړ د هغه مځه لاندې باندې
 عقلمند ته بس ده مازی یوه اشاره
 که هر څه بده وي کوه ورسره ګذاره
 شپې ته ساده بوله خمټ سو ښه پوه او تکړه
 په هغې یې واچوله د برایي شپې ټوله پړه
 له ځان سره يې ویل نن هرومر پیدا کوم خزانه
 له ځان سره یې یووړه چکش ، پلاس او اړه
 لومړی یې لستوڼي د دواړو لاسونو بډ وهله
 په بسم الله اغوذ بل لله يې د هغې کالي وکښله
 دهغې له نامه څخه یې اوږده لوښتت کړه اندازه
 هغه سیمه یې په سور مارکرقلم کړ ه نښانه
 ناوي ویل زما په خیال ستا لوېښته ده اوږده
 د پخې لارې د ترافیک علامه لږ پورته کښېږده
 ساده سوده خمټ سو ډیر ورته په قهر او غوسه
 ول ته څه پوهیږې په دې مهندسي او نخښه؟
 که ته پوهیدای ولي دي برایي نه کړم خبر
 ته بیسواده پوهیږې که هغه زما یار انجینر
 ښځې هغه یوه چپلاغه ووهه ووتله له کوره
 ول ساده مخ توره نور مه راپسې ګوره
***
اوس هم سوړه غلط سوې ده زموږ دډاکټرانو
 لوېښته اوږده سوي د وطن دشوده ګانو
 دالاره یې مکې ته نه ، ځي سیده ترکستان ته
 یو یې ویست پنځوس یې راستول افغانستان ته
 دولت لکه خمټ اشاره یې ایښي ده په غلط ځای
 ددی دولت هم لکه د ساده خمټ دی اخیر غلط پای