په اروپاکي ميشت افغانان دسولې د بهير د ملاتړ غونډه جوړیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67658

دخبریدو نیټه : 2017-02-23

 

بسم الله الرحمن الرحيم

 درنو هيوادوالو !
ګرانو خويندو او وروڼو
 السلام علیکم و رحمت الله وبركاته.

په اروپاکي ميشت افغانان دسولې د بهير د ملاتړ، هر کلی ، ټينګښت ، پياوړتيا اوپرمختګ په موخه يوه پرتمينه غونډه جوړوي.

دغه غونډه د افغانانو له خوا د افغانانو لپاره او يواځې د افغانانو په زیار تر سرہ کیږ‎ی.

په دې غونډه کی به د افغانستان سياسى ، دينى ، ملى ، پوهنيز ، څيړنيز شخصيتونه او مشران په هيواد کی د تلپاتی هراړخيزی سولې د راوستو په لاروچارو گټورې ویناوې او تاوده بحثونه کوی .

تاسو ټولو قدرمنو هيوادوالو ته په ډير درنښت بلنه ورکوو چه دسولى د ټينګښت او ملى يووالى په موخې په دي درنې غونډه کې ګډون وکړئ.

وخت : دسهارلس بجو نه تر ماښام پورې

 نيټه :دشنبې ورځ 4 /3 /2017
د کب (حوت) د مياشتی ١۴ /١٣٩٥

 پته :
Stadthalle Bad Godesberg
 Friedrich -Ebert Str. 80
 53177 Bonn (Germany)

داړيکو پته : عبدالرحمٰن نياز.
Abdul-Rahman Niaz
بریښناليک : niaz@ gmx.de
 Mobile: 0049-160-99119988
 Skype: abdurrahmanniaz niaz