اور لګيدنې له امله د کانال باغونو پرې شوي لرګي وسوځيدل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67661
جواد
دخبریدو نیټه : 2017-02-26

 

د ننګرهار ولايت کانال رياست اړوند فارم هډې کلوب سيمه کې د زيتونو د پرې شوو څانګو د لرګيو په يوه ذخيره کې د اور لګيدو له امله يو اندازه لرګي وسوځيدل او اوس اور کابو شويدی.

د کانال رئيس غلام حضرت وويل، چې نن مازديګر ناوخته د دې رياست اړند فارم هډې کلوب سيمه کې د زيتونو پرې شوو لرګيو په منځ کې اور لګيدلی، چې له امله يې يو اندازه لرګي سوځيدلي او نورو ته يې د اور ژغورنې ټيم له لوري نجات ورکړل شوی.

نوموړي وويل، چې دغه پېښه په سيمه کې د ماشومانو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوېده.

د معلوماتو له مخې اور اوس کابو شویدی او نورو ځايونو ته يې د سرايت مخه نيول شويده.

دا په داسې حال کې ده، چې نن ماسپښين شاوخوا دوه بجې د جلال اباد ښار بګراميو سيمه کې هم په يو سرای کې د تيلو اتو ذخيرو کې اور لګيدلی و، چې شاوخوا پنځوس زره ليتره تيل پکې وسوځيدل او اويا زره ليترو تيلو ته نجات ورکړل شو.