ځوانه کونډه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67690
روغوال
دخبریدو نیټه : 2017-03-06

 

 یوه ښځه او یو سړی دواړه ځوانان کونډ شوی وه ، یوه ورځ په یوی ځای کښې دواړه سره مخامخ شول ،نو دې کونډ سړی ، کونډی ته وویل چې راشه پلانکۍ ! ته هم ځوانه کونډه یی او زه هم لا تراوسه ځوان یم ،چې سره دواړه واده وکړو ، نو دې کونډی ورته وویل ، چې بسم الله ، الله اکبر اول خو ته یو څو روپۍ ماته راکړه ، چې زه خو پری د واده ساز او سامان واخلم ، نو دې کونډ سړی ورته وویل ، ګرانی ! زما سره چې روپۍ وې ، نو دا لس کاله به کونډ نه ګرزیدم ، نودې کونډی ورته وویل ، چې ګرانه ! دا میلونره لکه چې درته زه ښکاره شوم ۰