ته چرته يې ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67693
اسدالله غيرت
دخبریدو نیټه : 2017-03-06

 

زه ستا د ماشومتوب ملګری ، کالونه پس کلي ته راغلی يم ، هغه کلي ته چې ما او تا پکې د ماشومتوب رنګينې او بې غمه شيبې يو ځای تيرې کړې ، زه له ډيرې مودې وروسته د خپلو پخوانيو يادونو د راتازه کولو په هيله دلته راغلی يم ، زه په کلي کې د هر پل په اخستو سره حيرانه کيږم ، هرې خواته په حيرانتيا او په ډک زړه سترګې وراړوم ، د کلي په هره لويشت خاوره کې د ماشومتوب دورې د خپلو يادونو او پلونو په ليدو پسې په ځير ، ځير ګورم .
خو ، دريغه ! چې
دلته هر څه بدل شوي دي ، د کلي د دنګو ونو ځوانۍ د برودو په لمبو سوځيدلي دي او د پسرلي په موسم کې لوڅې لغړې ولاړې دي ، د کلي ګودر ، لکه زيارت ، يوازې پکې د مينانو د زړو نښو نښانو څرک لګيږي ، د کلي د ماشومانو د لوبو ميدان اوس د مړيو د جنازو ځای ټاکل شوی دی ، هر لور ته خاموشۍ خپلې وزرې غوړولي دي ، د هر کليوال په څيره کې د ژور غم او خفګان نښې له ورايه پړکونه وهي .
دلته هر څه بدل دي ، ددې کلي خوښۍ پرلپسې جنګونو له ځانه سره وړي دي ، دلته هر څه د جګړې خوراک شوي دي ، دلته زما د ماشومتوب ډيرۍ ملګري جنګ د مرګ په خوب ويده کړي دي ، دلته په هر کور کې ميندې او پلرونه د خپلو بچيانو په فراقت اوښکې تويوي ، دلته هر سحر په هديره کې  د خپلو زلميو وړونو او بچيانو په وير د بې وسه بندګانو له خولو د وير کريغې پورته کيږي .
ته چرته يې ؟
ته ، اې زما د ماشومتوب د رنګيو ، ګلورينو او بې غمه شيبو ملګرې !
زه راغلی يم ، څو په ليدو دې د ماشومتوب يادونه راتازه کړم
خو ، افسوس ، چې تا هم د خپل يوازيني زلمي ورور د مړينې له امله د زيندۍ پړي ته غاړه ورکړې او د مرګ پرښتو ته ورغاړه وتې يې .