طالبان کوم افغانستان، اسلام او افغان ژغوري؟:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67702
اکرام الله اتل
دخبریدو نیټه : 2017-03-03


 طالبان تل د افغانستان ژغورنې خبره کوي، خو زه نه پوهيږم دوی کوم افغانستان ښيي که دا شته افغانستان ښيي نو هغه څه چې دوی پکې کوي دا خو افغانستان ژغورنه نه بلکه د افغانستان تباهي او بربادي ده خو که دوی ته لکه د آی اس ای د ږیرور افسر د خيالي جنت په څير پنجاب کوم بل خيالي افغانستان جوړ کړی وي نو موږ باید پوی شو او دوی هم باید پوی کړو چې زموږ له دې شته افغانستان څخه دې دوړې نه پورته کوي.
که طالب افغانستان ژغوري!
که طالب افغانستان ژغورلی نو دا د افغانستان سړکونه، پلونه، پلچکونه، ښونځي،مدارس، مساجد،پوهنتونونه او نور عامه تاسيسات خو نه په امريکې کې جوړ شوي دي او نه که سبا ته امريکا وزي زموږ څخه به دا پاخه سړکونه او يا ښونځي په شاه کړي نو طالب ولې پر دې برخه ترحم نه کوي؟ طالب نه پيری دی او نه په ۲۰۰۱ کال کې تولد شوی ماشوم ، دوی ته به معلومه وي کنه چې کله ملت له ننه ديرش کاله مخکې د دوی ننی دوست او د يو نيم ميلیون افغانانو قاتل روس مات کړ که څه هم روسان له افغانستان څخه و وتل ولې د روسانو پاتې شوي تاسيسات، سړکونه، کورونه، بندونه او پلونه موږ ته تر ننه پورې هم پاتې دي، نو دا چې طالب ولې په پلونو، سړکونو،ښونځيو، مدارسو او جوماتونو پسې را اخيستې ایا طالب ورته څه دلیل لرلی شي؟ که افغانستان ژغوري نو د افغانستان کور، غر، سړک، کرونده، بڼونه او...... ټول بايد وژغورل شي نه دا چې يو وارې وطن په کنډواله بدل کړي او بیا و وايي چې داده موږ وژغوره ځکه ژغورل هغه وخت مفهوم لري چې زما هرڅه راته پاتې وي داسې نه چې جوړ کور راته کنډواله کړې او بیا نوم هم د ژغورنې ورکړې.
که طالب افغان ژغوري!
نو دا په نیږدې لسو ولايتونو کې لکونو بې کوره شوي ولسونه، کړيدلي ماشومان او بې عزته شوې تور سرې لکه چې افغانانې نه دي؟دا له سواد زده کړو بې برخې شوي تنکي ماشومان لکه چې ددې هیواد راتلونکې نه دي؟ دا د وحشت له امله په رواني ناروغيو اخته شوي نارينه او تور سرې لکه چې انساني او اسلامي حقوق نلري؟ دا په باروتو کې سوځيدونکي وګړي لکه چې د زړه سوي او ترحم وړ نه دي؟ آيا له کلي، کور او چم څخه د وحشت له امله يو کس هجرت ته اړ ويستل هم افغان ژغورنه يا د طالب په اصطلاح جهاد دی؟ آيا طالب په کابل، لويو ښارونو او د ولايتونو په لږ تر لږه امن مرکزونو کې د دوی له وحشتونو د را تښتيدلو کډوالو حالت او وضعيت ليدلی دی؟ آيا په دې ساړه ژمي کې يي په کوم بې کوره شوي شپه کړې چې دوی په کورکې بخارۍ، لرګي او يا بړستنې او کمپلې لري کنه؟ که افغان ژغورنه د افغان بې عزتي، در به دري،مظلومیت،مجبوريت او فقر وي نو له دې ژغورنې خو موږ تير يو. که افغانستان ژغورنه د پنجاب مرداریو ته د افغان ولس مجبورول او افغانستان د پاکستان په مصرفي بازار بدلول او يا د ایران او روسيي د نړۍ والو لوبو ډګر کول وي تر دې به غوره دا وي چې طالب له دې افغان ژغورنې تیر شي. افغان ژغورنه له سياسي، اقتصادي، مذهبي،کلتوري او تاريخي پلوه د ارزښت وړ ده خو کله چې د افغان ولس تاریخ، اقتصادي وده کلتور،تاریخ او تير ویاړونه د نورو تر اغیز او یرغل لاندې راځي نو تر دې ژغورنې مجبور افغان ښه دی.
که طالب دين ژغوري!
يو خو دا خبره باید ورته په ځغرده وکړو چې د دين د ساتنې مسوليت له الله سره دی، دا چې طالب غواړي د الله مسولیت په خپله ادا کړي او انساني مسولیتونه الله ته وسپاري نو دا به ښکاره شرک وي ښه به دا وي چې طالب د دين ساتنه الله ته پريږدي او د دين د رسونې او تبلیغ مسولیت په سم ډول پر غاړه واخلي او په دې برخه کې نبوي اخلاق، د صحابه هڅې او انساني مبارزې او مجاهدتونه د خپلې لارې مشال کړي نه دا چې د افغان قاتل له صحابي سره تشبې کړي، د قتلونو فتوا ورکونکی استخباراتي ملا د انبیاوو ورثه وبولي او د زرګونو انسانانو قاتل هبت الله او يا بل کوم يوه ته د امیر المومنين مختاړی يا روستاړی ور ډير کړي، دا خبره ځکه کوم چې دا نن د دين ژغورنې په نوم پر دين روانې طالباني ملنډې د خوارجو کار دی،طالب نن چې هرڅه کوي دا د خوارجو د فلسفې تاثيرات دي که دوی هر څومره افسانې ورته جوړې کړي او په وحشتونو سره دخلکو خولې ور پټې کړي ولې بیا هم کله کله باید سکوت مات شي، خو که بیا هم طالب وايي چې نه زه د الله له لوري خاص الخاص مامور شوی یم چې دين باید وژغورم نودا دين په وحشتونو، قتلونو،ظلمونو، رعب او ډار سره ژغورل کيدای شي؟ آيا د طالب د وحشتونو له لاسه خالي جوماتونه دين ژغورنه ده؟ آيا د طالب د وحشت له امله په جومات کې توييدونکې وينې دين ته خدمت دی؟ آيا د دين په نوم د څاروي په څير د ژوندي انسان حلالول هم ديني رسالت دی؟ آیا په دين کې د طالب د شته وحشتونو کوم څرک شته؟ آيا د خدای له کوره د سنګر، زندان، خوب ځای او يا دمه ځای په توګه کار اخيستل مسلماني ده؟ آيا په واړه ماشوم تر ځانمرداري برید مخکې جنسي تيری کول هم جهاد دی؟
 اوس نو!
تر برنيوڅو خبرو او مقدمې را وروسته به دا هم در ياده کړم چې وايي طالب مشر ملا هبت الله خان صاب په نوي فرمان کې له ولس څخه غوښتنه کړي چې نيالګي وکري،که څه هم د هبت الله له خولې د داسې خبرې اوریدل د منلو وړ خبره نه ده او فکر نه کوم خلک يې ورسره ومني ځکه کله چې يوې ډلې په انسانیت او يو ملت پسې را اخيستې وي نو ياد ملت ته چې د داسې وحشتونو ښکار وي ورته خبرې تشې ټوکې ښکاري خو بیا هم ځينې خبرې باید هبت الله ته وشي:
هبت الله صاب! نهال څوک کينوي هغو چې نيالګي کرل ستا وحشتونو له کلي او چمه بې کوره کړي دي.
هبت الله صاب! نيالګي چاته وکري، ستا هغو ځناورو ته چې د نيال سيوري ته ترخوب وروسته د نيالګي څيښتن تښتوي.
هبت الله صاب! نيال چاته کينوي، ستا نوې کوژده شوې څوارلس کلنې ناوې ته او که ستا خسر ګنۍ ته ځکه په کلیو کې خو هغه پخوانۍ مزه نه ده پاتې بس ستا ببر څڼي او سپږن پکې کښته پورته کيږي او د ساه کښو مخلوقاتو له آبادو کليو اوس هديرې او د پیریانو کلي جوړ دي.
نو طالبانو!
دوه کاره وکړئ يو دا چې په دين ملنډې مه وهۍ او بل دا چې ټوکې مه کوئ ځکه په دين کې ملنډې ځای نلري او افغان ولس نور دومره درديدلی چې ستاسو ټوکو ته د خندي وس نلري هیله ده پر ولس د ترحم په خاطر له خپلو وحشتونو لاس په سر شی او نوی کال د نویو وحشتونو پر ځای افغان ولس ته د سولې، آبادۍ، بساينې او هوساينې کال کړئ، کنه! راتلونکی کال به ستاسو ټولو ځناورو خوارجو د تباهۍ، بربادۍ او ذلت کار وي خو ښه به دا وي چې د ملت کرکه او قهر ونه آزمویی.