په هلمند ولایت کې ۱۳تنه وسله وال وژل شوې او۶تنه ټپیان شوې دې .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67708
حضرت محمد روحاني هلمند
دخبریدو نیټه : 2017-03-09

دهلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې دنړیوالو ،افغان ځواکونوپه هوایې عملیاتو کې ۱۳تنه وسله وال وژل شوېدې او ۶تن ټپیان شوي دې د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن وبينوا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي دې چې په تیرو ۲۴ساعتونو کې دنړیوالو ،افغان ځواکونو لخوا چې کوم هوایې عملیات ددې ولایت په نادعلي ولسوالۍ په یو شمیر سیمو کې تر سره شوي په پایله کې ۱۳تنه وسله وال وژل شوې دې او ۶تنه ټپیان شوې دې ،دغه راز سرچینه زیاته وې چې دیادو عملیاتو پرمهال یو شمیر وسلي او مهیمات هم امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دې ،او امنیتي ځواکونو ۳،۵کلیو متر پرمختګ کړي دې . تراوسه وسله والو طالبانو یې په اړه کومه تبصره نه ده کړي .