دهلمند یوشمیر قومي مشرانو،دیني عالمانو دافغان ځواکونو څخه ملاتړ وکړ.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67709
حضرت محمد روحاني هلمند
دخبریدو نیټه : 2017-03-10

دسرحدونو او قبایلو دریاست په نوښت يه یو جوړه شوې غونډه کي قومي مشرانواو دیني عالمانو دخلکو څخه دیوالي غوښتنه وکړه او دملي یوالي پرحکومت يې ږغ وکړ چي نورمسایل شاته کړي او پریومټي والې باندې کار وکړي . دپنشنبي په ورځ په سلګونه قومي مشران او دیني عالمان دافغان ځواکونو په ملاتړ ،دهلمند دسرحدونو او قبایلو چارو دریاست لخوا په یوه جوړه شوي غونډه کي راټول شوي وه ،او دوسله والو طالبانو څخه یې غوښتنه وکړه چې نورجګړې ته نه ووایاست او دسولې دپروسي سره یو ځایې شې . په دې اړ یو قومي مشرد مرکزي حکومت څخه هم وغوښتل چې دسولي لپاره باید جدې هڅي وشي او هغه کسان چې دسولي لاره نه غوره کوې دهغه وسله والو دځپولو پروړاندې باید امنیتي سرتیرې ښه تجهیر کړل شې . هم دغه ارز بیا په دغه غوڼده کې ۲تنومدني فعالینو (خداینور خانزاد )او حکیم خان )بیا پرکوڼړ،نورستان او ننګرهار ولایتونو دپاکستان وروستي توغندیز بریدونه دپاکستان ښکاره تیری وبلي اود مرکزې حکومت څخه يي دکلک ځواب د ورکولو غوښتنه وکړه،او ددې ترڅنګ زیاته کړه چې عملیات او جکړه دحل لارنه ده اوټول ولسونه باید پریوالې باندې کار وکړې تر څو په دې وطن کې دغه ناخوالي پای ومومې . دهلمند قومي مشران او دیني عالمان په داسې حال کې دافغان ځواکونو څخه دملاتړ اعلان کوې ،چي په هلمند کې مېشت ځواکونوله تیرو ۳ ورځو راهسې دلښکرګاه په لودیځ کي( د نادعلي) ولسوالۍ دبیرته نیولو دپاره عملیات پیل کړي دې .