په هلمند ولایت کې ۲۰تنه وسله وال مړه ،۱۴تنه ټپیان شوې دې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67713
حضرت محمد روحاني هلمند
دخبریدو نیټه : 2017-03-12

دهلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ ،او دلښکرګاه ښار په دریمه حوزه بشران کې دنړیوالو ،افغان ځواکونوپه هوایې عملیاتو کې ۲۰تنه وسله وال وژل شوېدې او ۱۴تن ټپیان شوي دې د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن و بینواته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي دې چې په تیرو ۲۴ساعتونو کې دنړیوالو ،افغان ځواکونو لخوا چې کوم هوایې او ځمکني عملیات ددې ولایت په نادعلي ولسوالۍ ،اودلښکرګاه ښار په دریمه حوزه بشران په یو شمیر په یو شمیر سیمو کې تر سره شوي په پایله کې ۲۰تنه وسله وال وژل شوې دې او ۱۴تنه ټپیان شوې دې . دغه راز سرچینه زیاته وې چې دیادو عملیاتو پرمهال ۲تنه دملي اوردو سرتیري دیوماین په چاودنه کې ټپیان شوې دې . تراوسه وسله والو طالبانو یې په اړه کومه تبصره نه ده کړي .