په هلمند کې دوسله والو طالبانو دزندان څخه ۳۲تنه ملکي وګړي راخوشي شو ي دې .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67714
حضرت محمد روحاني هلمند
دخبریدو نیټه : 2017-03-14

دهلمند د۲۱۵میوندقولي اوردو مطبوعاتي ویاند ډګرمند محمد رسول ځاځي وبينوا ته وویل چې تیره شپه دملي اوردود خاصو ځواکونولخوا چې کوم عملیات دنادعلي دولسوالۍ په چاه میرزا سیمه کې دوسله والو طالبانو پریوزندان تر سره کړي دې په پایله کې دیاد زندان څخه یې ۳۲تنه ملکي وګړې راخوشي کړي چې اوس مهال په ۲۱۵مویند قولي اوردو کې دې . که څه هم تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دې ویلي خو دیادولو ده چې له تیر ۲۰۱۶کال راپه دې خوا داپه هلمند کې څو هم واردي چې دوسله والو دزندان څخه ملکي وګړي راخوشي کیږې .