په هلمند کې دوسله والو طالبانو دیوه قومندان په ګډون ۲۴تنه وژل شوې دې .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67715
حضرت محمد روحاني هلمند
دخبریدو نیټه : 2017-03-14

چارواکي وایې کوم عملیات چې دتیرې ورځي راهسي ددې ولایت دنادعلي اولسوالۍ په اړوند سیمو کې تر سره شوي دې په پایله کې دوسله والو دسرې قطعي دقومندان په ګډون ۲۴تنه وسله وال وژل شوې دې . دهلمند د۲۱۵میوند قولي اوردو مطبوعاتي ویاند ډګرمند محمد روسول ځاځي وکلید ته وویل چې په تیر۲۴ساعتونوکې کوم هوایې عملیات چې دافغان ملي اوردو په مشرۍ ددې ولایت دنادعلي ولسوالۍ په یو شمیر سیمو کې تر سره شوې دې په پایله کې دوسله والو دسرۍ قطعي دقومندان ملا عصمت په ګډون ۲۴تنه وسله وال مخالفین وژل شودې دې ،او دغه راز ددغه عملیاتو پرمهال ۳۰کړۍ مایونونه هم کشف او چاودنه ورکړل شوی ده . دیادولو تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دې ویلي .