له هیواده بهر هم میشت افغانان د خپل اصلي ټاټوبي ابادۍ ته هڅي کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67719
احسان الله ولس يار
دخبریدو نیټه : 2017-03-21

په هیواد کي ککړ چاپیریال او هوا ددط لامل سوي چي زموږ زیات شمیر هیوادوال په تنفسي ناروغیو اخته سي. د تنفسي ناروغیو نه د مخنوي په خاطر پاک چاپیریال او پاکي هواته ته اړتیا ده چي پاک چاپیریال او پاکه هوا بیا په سرسبزی پوري اړه لري د هيواد څخه بهر یوي افغاني ميرمني په خپل مالي لګښت په اروزګان کي دزرو نيالګيو دايښودلو پريکړه کړي دغه زر بوټي نيالګي چي بیلابیل خوراکي اوغيري خوراکي بوټي پکښي دي دازادي راډيو دخبريالي زرغوني منګل په مالي مرسته د اروزګان ولايت د ورزشي سټيډيوم مخي ته ايښودل کيږي د دغو نيالګيو د ايښودلو پر مهال داروزګان ولايت دسيپورټ امر قدرت الله الفت له دغي ميرمي څخه مننه وکړه چي له هيواد څخه بهر يي هم د خپل اصلي ټاټوبې سمسورتيا ته هڅي کوي نومړي له نورو هيوادوالو څخه هم هيله وکړه چي ددغي ميرمني په څير دهيواد سمسورتيا ته مټي راونغاړي الفت وويل چي ددغو نيالګيو ساتلو ژمني ښاروالي ورسرکړي خو که ښاروالي ورته متوجي نسي دوی به يي په خپل کوي داروزګان ولايت دښځو چارو ريس رڼا سميه وفا هم دزرغوني منګل څخه دمنني ترڅنګ له داروزګانيانو څخه وغوښتل چي ددغو او دغو ته ورته د نورو نيالګيوساتنه وکړي نومړي همدا راز وویل چي د هغه پارک چاري چي د ښځو لپاره جوړیدی د ورستیو نا امنیو په وجه یې د جوړولو چاري ودریدلي دي او هغه موسيسه چي ددغه پارک مالي او تخنيکي چاري يي پر غاړه لرلي دنا امنيو له امله له اروزګان څخه تللي وفا وايي چي هڅه به وکړي ترڅو ددغه پارک د جوړوني لپاره يوه بل مرسته کوونکی ارګان ولټوي زرغونه منګل په تيرو کلونو کي يي هم دي ته ورته په نورو ولايتونو کي دنيالګيودايښودلو لپاره مرستي کړي دي څه موده وړاندي د اروزګان ولايت ښاروالي مسولينو ويلي وه چي د بوديجي د کموالي له امله سږ کال به په اروزګان ولایت کي يوازي زر بوټي نيالګي کښيږدي