د پکتیکا د کروندګرو ستونزې حلیږي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67726
جواد
دخبریدو نیټه : 2017-03-22

د پکتیکا ولایت د کرنیز سیستم د ښه والي لپاره په یو لړ مهمو پروګرامونه کار کیږي چې له مخې به یې پکتیکا غوره کرنیز حاصلات ولري.
یادې څرګندونې پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د چهار شنبې په ورځ د بزګر د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.
ښاغلي وحدت وویل، د پکتیکا پراخې دښتې او ځمکې د کرنې لپاره په هر لحاظ جوړې دي او له بزګرانو غواړي چې په خپلو ځمکو کې کرنیز توکي وکري.
وحدت زیاته کړه، د پکتیکاوالو بزګرو پر وړاندې ستره ستونزه داوبو کموالی دی چې په وینا یې د همدې ستونزې د هواري لپاره یې په یو شمېر لویو او واړو بندونو او کانالونو کار پیل شوی.