په هلمند ولایت کې دیو تن قومندان په ګډون ۹تنه وسله وال طالبان وژل شوې دې ،۹تنه ټپیان شو ي دې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67735
حضرت محمد روحاني هلمند
دخبریدو نیټه : 2017-03-26

دهلمند ولایت په کجکي او ګرشک او ګرمسیر ولسوالیو کې دنړیوالو ،افغان ځواکونوپه هوایې عملیاتو کې دیوتن قومندان په ګدون ۹تنه وسله وال وژل شوې دې او ۹تنه ټپیان شو يدې . د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن وبينوا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي دې چې په تیرو ۲۴ساعتونو کې دنړیوالو ،افغان ځواکونو لخوا چې کوم هوایې او ځمکني عملیات ددې ولایت په کجکي ،ګرمسیر اوګرشک ولسوالیو په یو شمیر سیمو کې تر سره شوي دې په پایله کې دیو تن قومندان خان محمد په نوم ۹تنه وسله وال وژل شوې دې ،او۹تنه ټبیان شوي دې . سرچینه زیاته وې چې دیادو عملیاتو پرمهال ۱۰کړي ډول ډول مایونونه کشف اوشنډ کړل شوې دې . تراوسه وسله والو طالبانو یې په اړه کومه تبصره نه ده کړي .