هلمند کې ددولتي اورګانونو دمسولین لخوا وولس ته دحساب ورکونې لړي پیل شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67741
حضرت محمد روحاني هلمند
دخبریدو نیټه : 2017-04-02

تيره ورځ دهلمند دوالي حیات الله حیات دلورې دټولو دولتي اورګانو ته په خپلو څرګدنونکې کې سپارښتنه وکړه چې خپل دیو کال حساب دې ددې ولایت و ولسونه ته وړاندې کړي . نوموړې وایې تر څو دامعلومه سې چې له تیر یو ه کال راهسي دولتې اورګانونو کومه کارونه ترسره کړي دې او کومې لاسته راوړنې ولرې حیات الله حیات له ټولو اولسونو څخه غوښتنه وکړه چې دکوم چارواکې چې په خپل ادراه کې ګرم وبلل سي دهغوي ملاتړ دې نه کوې او قضایي اورګانو ته ته دې معرفي شې په دې غوڼده کې دټولګټوچارو ،بریښنا ،ټرانسپورټ ،مخابراتو ،دهوایې میدان امریت ، دعمومې ریاست ا اورګانونو ، او پیټرولیم ریاستونو مسولینو خپل کلني حساب پدې ولایت کی خلګو ته وړاندې کړه دوې په دې ولایت کې تر ټولو عده ستونزي داروانې جګړې او نامنیي یادې کړي چې په وینا یې ددوې دکارونو مخه یې نیولي ده . داپه هلمندکې لمړی ځل دی چې دهلمند اړونده دولتې ریاستونه خپل کلني حساب و ولسونو ته ورکوې په داسي حال کې چې دامهال هم دهلمند مرکزلښکرګاه ښارله تیرو څومیاشتوراهیسې لا د وسله واله و ترکلک تهدید لاندې دی