دې مست پاکستاني لعين ته بايد جواب وويل شي!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67747
حبيب الله غمخور
دخبریدو نیټه : 2017-04-08

پاکستاني جرنرالان بايد دافغانستان په اړوند په څرگندونونوکي خپل حدود وپېژني! جنجوعه : که د پاکستان ملاتړ نه وای، د افغانستان نوم به د نړۍ پر نقشه نه وای تاند- د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه د جمعې په ورځ وویل، په پاکستان کې افراطیت او سختدریځي د افغانستان د جګړې محصول دی. ده وویل دا خبره کاملاً ناسمه او بې اساسه پروپاګنډ ده چې پاکستان کېدای شي د سختدریځو لاس ته ولوېږي. د پاکستان د ملي امنیت سلاکار متقاعد جنرال ناصر جنجوعه دا هم رد کړه چې پاکستان په افغانستان کې دوه مخیزه پالیسي پر مخ بیايي؛ یعني له یوې خوادطالبانوملاتړ کوي اوله بلې خوا وايي چې له امریکا سره متحددی. جنجوعه دخپلې خبرې د ثبوت لپاره وویل، که پاکستان د طالبانو ملاتړ کاوه، طالبانو به د پاکستان پر ضد جنګ نه کاوه. خوده په دې اړه څه ونه ویل چې له پاکستان سره جنګېدونکي طالبان له هغو طالبانو سره توپیر لري چې په افغانستان کې جنګېږي او په ځلونو پاکستاني پوځي چارواکو ښه طالبان بللي دي. د پاکستان د ملي امنیت سلاکار همداراز ادعا وکړه چې که په اتیایمه لسیزه کې پاکستان د شوروي اتحاد په وړاندې له افغانستان سره مرسته نه وای کړې، اوس به افغانستان د نړۍ په نقشه کې نه وای. ده د خپلو ادعاوو په دوام کې وویل چې امریکا هم د پاکستان له برکته د نړۍ په یوازیني زبرځواک بدله شوه. زما له نظره دافغانستان ضعيف دولتی دريز اودپاکستان دبربنډيو تيريو اوداډول زهرجنوتبليغاتو پر وړاندي نرم دريزغوره کول دوي نور هم زړه ورکړه . زه داوس لپاره دې ښاغلی ته دا وايم چي دشوروی پروړاندي هرډول مرسته پاکستاني چارواکودخپلو بهرنيو بادارانو په هدايت کړې .دهمدې مرستې په نوم پاکستان داټمې اونورو پرمختللو وسلوڅښتن سو.پاکستان ترهمدې نامه لاندي په ميليارډونوډالرترلاسه کړه اوهمدا اوس دترهگری سره دمبارزې په نوم پداسي حال کي چې ترهگردوي روزی او افغانستان ته راليږی دمياشتي ۱۰۰ ميلونه ډالره ترلاسه کوي . دهمدې شوروی پروړاندي دمبارزي برکت ووچې تاسو داتاريخي اوښکلی هيواد دخپلي تاريخي دښمنۍ له مخې په کنډواله بدل اوهمدا اوس هم پدې لارکي دهر ډول امکان نه استفاده کوی،ترڅوتاسو په خپلو مرداروسترگو يوزورېدلې اوکړېدلی افغان ووينۍ .دادوې اونۍ وړاندي ستاسو ښارو ،کليو اوکوڅوکي دافغانانوپر وړاندي ستاسو ظالمانه کړنې اوسپکاوي زموږ دولس په تاريخ کي ثبت دي که خيروو يوه ورځ به یې درپياد کړو . بلې!پاکستان اوپاکستاني هرچارواکي دوه مخه اونمک حرام دی ،وايي دپاکستان برکت وو چې امريکا دنړۍ يوازنی زبرځواک سو،فکرکوی دوي هوښيار اودانورټول بې عقل دی ، همدا خبره یې دنمک حرامی روښانه بېلگه ده . جنرال جانه! چې دا امريکاداوس لاس درنه واخلی سبابه ټوټټه یې ،کنه دا گز اوداميدان امريکا دي داکاروکړي ؟ دامريکادولسمشر ټرمپ دو توندو خبروتر کرملين پوري هغه کرملين چي ته وايي ما مات کړ وځغلولې او اوس دهغوي پښې مچوې،داهم درمعلومه ده چې اوسنۍ روسيه په نړيوال ډگر کي دپخواني شوروي قانونی وارثه ده . تاسو په دومخی کي دنړۍ ترډيرو ماهرياست ؛ځان پلورلوکي تريوې ((....)) چې په بازارکي ځان پلوري هم زيات مهارت لری ،پدې ټوله نړۍ پوهيږي .ددې لپاره چي پر امريکايوڅه ځان گران کړی کرملين ته مو فنايو وړه اودروسې جنرالانو ترپاکستانه راوستل .داچي روسان به ستاسوپه وړاندي څه کوی ؟پدې ډاډه يم چې هغوي تاسو ښه پېژنی اودخپلو گټو لپاره به مو لکه نوکر استعمال کړي اوزه یې بری غواړم . داراته څرگنده ده چې پاکستان دسخت دريزو لاس ته نه لوېږي ،داخبري سياسي نالوستی کوی .ځکه دسخت دريزو روزنتون او پېژنتون تاسو ياست ،داتاسوياست چې دنړۍ دزبرځواکو اوخپلو مخو لپاره داپروژه پرمخ وړی،يوسخت دريز ستاسونه پټ ندی،ددوي دروزنتون اواوسېدوټول مرکزورنه ،لوژيستيکی اکمالات اونور کشفی ، استخباراتی امکانات تاسو ورته برابروی .داتاسوياست چې همدې ترهگرو ياسخت دريزوته دنده سپاری،نوڅنگه به هغه داجرات کوی چې تاسو تورلينگی له واکه بې واکه کړي .مگرپه همدې طالبانوکي موهغه طالب ژوندی پرې ايښئ چې دخپل وطن سره دپاکي ميني يوه خبره یې کړې ؟؟؟ داپه پاکستان کي يواوبل ځاي ټک اوټوک چې ستاسو استخبارات یې شاته ولاړدي اوله دې ټک اوټوک نه هم دخپلو کرغېړنو اولعنتی موخولپاره په سيمه ايزه اونړيواله کچه استفاده کوئ موږ پري خبريو. موږ اونړۍ ته داڅرگنده ده چې په سيمه اونړۍ کي تر تاسو فساد پېشه او دوه مخی نسته ،که نړۍ وال غواړ ي په سميه کي سوله اوثبات راسي تاسو بايد ورک سئ .