د اچین اوسیدونکو د حکومت وروستي عملیات ستایلي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67753
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-04-16

د ننګرهار اچين ولسوالۍ ځايي اوسيدونکي د داعش د ځپلو په موخه د امنيتي ځواکونو د وروستيو عملياتو او هوايي بريدونو ستاينه او ملاتړ کوي .
دوی وايي د داعش په مرکزونو وړمه شپه ترټولو سترې بمي حمله کې ملکي وګړو ته هېڅ زيان ندی اوښتی .
شاو خوا دوه اونۍ وړاندې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د داعش وسله والو د ځپلو په موخه د حمزه په نوم عمليات پيل شوي ، چې په ترڅ کې يې ګڼ شمير داعش وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې
د اچين ولسولۍ او د يادې سيمي ځايي اوسيدونکي د داعش د ځپلو په موخه د پيل شوو عملياتو ستاينه او ملاتړ کوي ،د دوی په خبره په پيل شوو عملياتو کې ملکي وګړو ته هيڅ مالي او ځاني زيان ندی اوښتي او د ورته هوايي حملو عملياتو په دوام ټينګار کوي .
دوی له دولت څخه غوښتنه کوي ، چې د داعش له شتون څخه پاکو شويو سيمو کې دايمي امنيتي پوستې ځای پرځای کړي څو په ياده سيمه کې د داعش وسلوالو مخه د تل لپاره ونيول شي .