د امریکا دریځ کې د یو بل خطرناک ټکي ظهور!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67761
سرلوڅ مرادزی
دخبریدو نیټه : 2017-04-12


د ډونالډ ټرمپ په ټاکنې سره د امریکا په بهرنۍ پالیسي کې یو خطرناک ټکی لېدل کیږي چې پخوا هغه د رونالډ ریګان او جورج بوش(زوی) په پالیسیو کې چې په توندۍ اوسخت دریځۍ کې نوم لري، نه وو لېدل شوی!
د اپریل په څلورمه د سوريی د ایدلیب ولایت په خان شیخون سیمه کې یوه پېښه رامنخته شوه چې ویل کیږي هلته کیمیاوي ګاز کاریدلی او ۸۹ تنو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ. له پېښې وروسته د لویدیځ په مشرۍامریکا او انګریز وویل چې د سوريي حکومت پخپلو مخالفینو او عامه وګړو کیمیاوي ګاز کارولی، خو سوریه وايی چې دوی د دولت پر مخالفینو او داعش عملیات کړی او کیمیاوي ګاز يي نه دی کارولی. سوریه وايي کیمیاوي ګاز د دولت له مخالفینو سره وو او د یوې پلمې پتوګه يي هغه له ځان سره ساتلی چې د عملیاتو په ترڅ کې وشړېد او داسې پېښه رامنځته شوه!
له پېښې وروسته سملاسي د امریکا او انګریز په غوښتنه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه وغوښتل شوه چې د پېښې په تړاو د سوريي حکومت یو ډول مجازات کړي، خو روسيي او چین د سوريی په وړاندې د داسې پریکړې مخه ونیوله او هغه يی ویتو کړه.
کله چې د ملګرو ملتو په امنیت شورا کې د سوريي په اړه د امریکا غوښتنه ویتو شوه، ډونالډ ټرمپ وویل چې امریکا به د امنیت شورا له پریکړې پرته هم پخپلسر او یوازې ځان د سوريي په وړاندې ګام اوچت کړي. د دوه ورځو په تېرېدو سره، د اپریل په اوومه امریکا د ملګرو ملتو د امنیت شورا له پریکړې پرته او په حقیقت د امنیت شورا سره په ټکر کې د سوريي پر شعیرات هوايی اډې په دې اند چې خان شیخون سیمه له دغې اډې پر توغندیو ویشتل شوې، برید وکړ. امریکایانو دغه هوايي اډه ۵۹ کروز توغندي وویشته او د یوه افسر په ګډون يي ۶ تنه سوریايي سرتېري ووژل. د امریکا د دفاع وزیر جیمز میټس په وینا د سوريي ٪ ۲۰ الوتکې په دې برید کې ویجاړې او د هوايي اډې ډېره برخه يی له منځه یووړل شوه.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړې پرته او بیا په دې لامل چې هلته د سوريي د مجازاتو په اړه د امریکا وړاندیز روسيي او چین ویتو کړی او بلخوا د پېښې له څېړنې مخکې پر سوريه باندې په دې پلمه برید چې ګنې کیمیاوي وسلې کارول شوی، د ډونالډ ټرمپ په راتګ سره د امریکا په بهرنۍ تګلار کې نوې او خطرناکه پرمختیا ګڼل کیږي.
د رونالډ ریګان، بوش(پلار) او وروسته د بېل کلینټن په مهال د (CIA ) لخوا د جهاد په نوم بېلابېلې ډلې لکه مجاهدین، القاعده، طالبان او داعش د دې لپاره رامنځته او پیاوړي شول چې امریکا لومړي د یوې وسیلې پتوګه د دوی په مټ تر پلان لاندې سیمه او هېوادونه ناارام او د بحران په لور یوسي او وروسته بیاامریکا هلته د بشر د حقوقو د ملاتړ، نظم او دیموکراسۍ په پلمه په اسانۍ سره راشي او کنترول يي ترلاسه کړي.
جورج بوش په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان او په ۲۰۰۳ کال يی پرعراق له برید څخه مخکې د ملګرو ملوتو د امنیت شورا پریکړه ترلاسه کړه. که څه هم په عراق کې کیمیاوي او اتومې وسلې چې جورج بوش د هغو د له منځه وړلو په پلمه پر عراق یرغل وروړ، ونه موندل شوي او د ملګرو ملتونو هغه پلاوي چې د داسې وسلو د موندلو دنده يی درلوده، پخپل راپور کې وویل چې داسې وسلې په عراق کې نشته، خو بیا هم د مخکیني پلان له مخې بوش پر عراق یرغل پیل کړ.
د ملګرو ملتونو له پلاوي پرته او د داسې پلاوي په مټ تر څېړنې او لټون څخه مخکې د کیمیاوي وسلې د کارونې په پلمه، د ډونالډ ټرمپ لخوا پر سوریه یرغل، په ډاګه کوي چې امریکا په عراق کې د داسې پلاوي له دندې ډاریدلې، نو ځکه يي داسې څېړنې ته په سوریه کې زړه ښه نه کړ!
د امنیت شورا له پریکړې پرته او د یوه بې پرې پلاوي تر څېړنې مخکې پر سوریه د کیمیاوي وسلې د کارونې تور او بیا په دې لامل پوځي برید په اوسنۍ شېبه او مهال کې د امریکا د بهرنۍ تګلار یو مهم تکی ګڼل کیږي.
لکه پخوا چې د ریګان، بوش، بېل کلنټن او اوباما په مهال جهادي ګروپونه د امریکا د ګټو او یرغلونو لپاره د پیشقراول پتوګه کارېدل، له دې وروسته به د همداسې ډلو او(CIA ) په مټ لومړی امریکا او د هغه لویدیځ انډیوالان په پلان شویو سیمو او هېوادو کې کیمیاوي وسلې ځای پرځای کوي او وروسته به هغه د پلمې په ډول د دغو سیمو او هېواو پرمخ راباسي؛ د څېړنې، لټون او د امنیت شورا له پریکړې پرته به هلته یرغل کوي او د نظم په نوم به هلته خپلې ګټې ترلاسه کوي او خپلې واګې به ټینګوي!
دلته د روسيي د ولسمشر ویلادیمیر پوتین خبره ریښتینوالی پیداکوي چې وايی«موږله مختلو منابعو داسی استخباراتي معلومات لرو چی دیته ورته پارونو لپاره پلان جوړ شوی دی چی د سورېې په بله سیمه چی د دمشق شاوخوا پکې شامله ده، کیمیاوی مواد واچول شی او پړه ېې د اسد پررژیم ور واچول شی. موږ په دې باور یو چی دغه راز د سیسی باید په بشپړه توگه وڅیړل شی. امریکا غږ»
پوتین همداراز ویلي«موږ غواړو په رسمی ډول د ملگرو ملتونو له اړوندې ادارې نه په هاگ کې خواست وکړو چې پر نړۍ واله ټولنه غږ وکړي چی په سوریه کې د کیمیاوی برید په څېر اقداماتو په برخه کې رسمي تحقیقات وشي.»
د کیمیاوي وسلو کارونه که له هر لوري وشي بشري جنایت دی او د منلو نه دی. خو دلته امریکا او یا کوم بل هېواد ته هیچا دنده نه ده سپارلي چې پخپلسر او د خپلو ګټو لپاره هغه تفسیر کړي او د نورو په وړاندې يي د یوې وسیلې پتوګه وکاروي.
امریکا په ورته پلمو او دسیسو د لیبیا، عراق او د افغانستان امنیت ویجاړکړی، نه خپله غواړي چې په دغو هېوادو کې امنیت سره مرسته وکړي او نه بل څوک پریږدي چې د خپل امنیت لپاره له امریکا پرته پر نورو لارو فکر وکړي.
دا چې نن د ملګرو ملتونو په نوم یوه ټولنه شتون لري چې زیات واک او اختیار يي بیا هم امریکایانو سره دی، باید پرېښودل شي چې د کیمیاوي وسلو پشان په نړیوالو چارو کې پریکړه وکړي او ټول هېوادونه باید د هغې پریکړو ته درناوي ولري او هغه پلې شي.
د ۲۰۱۷ کال د اپریل ۱۲ مه