دارواښاد ډاکتركبير ستوري یولسم تلین په یاد زماخاطرې !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67768
الحاج پوهنوال ډاکتر نظر محمد سلطانزی ځدراڼ
دخبریدو نیټه : 2017-04-07


 سریزه :
غواړم،چې دپښتوژبې،ادب او فرهنګ درنو مینه والواو هیواد والو ته د هڅاند، تکړه لیکوال، ژباړونکي ،ژورنالست ،شاعر، وطنپال ، منلي، علمي او ملي شخصیت ارواښاد ډاكتر كبير ستوري په هکله، چې د خپلو ګټورو آثارو او ځواکمن قلم او فکر له لارې یې د علم او ادب ډیوې روښانه او ځلانده ساتلي دي ،دیوه صمیمي ملګري په صفت چې زه یې ځان پوره وړې ګڼم ، دهغه دحکمت اوعبرت نه ځینې ډکې خاطرې وړاندې کړم .

ليکوالان ، شاعران، پوهان، اوقامي مشران دیو قام او ملت سترګي (څراغ) ګڼل کیږي . که هرعالم، شاعراوقومي مشر خپله پوهه پلې (عملي) نه کړي ، داسې مانالري ،لکه یوړوندسړی چې څراغ یې په لاس کې وي اوپخپله ورڅخه ګټه نه شي اخستلی، بلکې نورخلک د ده دڅراغ رڼا په مرسته لاره پیداکوي .
داچې ارواښاد ستوری دیو قامې مشرپه صفت دژوندپه ټوله موده کې دخپل قوم په خدمت کې په عملي توګه بوخت وو، نولدې کبله هغه دخپل قام سترګي (څراغ) ګڼل کیږي .

ډاكتر ستوری د هېواد يو نوميالى ساينسپوه، د ټينګ عزم ،د سپېڅلي ايمان او عقيدې خاوند او دپښتوژبې اوادب په ډګرکې دلرې او برې پښتونخوا يو بې ساری علمي ځلانده ستوری دی ، چې د ساېنسپوهنې او نورو ټولنيزو څانګو په برخه کې ،په تېره بيا په ساه پوهنه كې یې ګڼ شمېر كتابونه ليكلي دي،چې لدې لارې یې خپل ولس او د پښتو ژبې کولتور ته ستر تاريخي نه هېرېدونكي علمي اثار وړاندې کړې دي.
ستوري پدې باوردرلود ،چې پښتو ژبه هغه وخت په ملي اونړیواله کچه دنورو ژبوسره سیالي کولای شي ،چې په ساینسي،تخنیکي ،طبي اوعلمي اثارو غني شي.
اوس چې زموږ ملي سراسري پښتو ژبه د بیلابیلوګواښونو او چیلنجونو سره مخامخ ده،نوپر موږ ټولوفرض ده، چې د دغه ګواښونو پر وړاندې په مېړانه ودرېږو اودارواښاد ستورې دپیغام سره سم د علم او قلم په ژبه ورته ځواب ورکړو.

زماپه اند د ډاكتر كبير ستورې دفلسفي پلویانو د هر اړخیزو هلوځلوپایله وه ، چې نن ورځ پښتوژبې درسنیوپه نړیوال ډګرکې رسمیت وموند. دیوې بېلګې په توګه ګوګل ژباړن (ټرانسلیټ Translate) ټولې ۱۰۳ ژبې لري ،چې يوه يې هم پښتوژبه وټاکل شوه. داخویوڅرګندحقیقت دی، چې ګوګل ژباړن (ټرانسلیټ) د پښتو ژبې د ودې په برخه کې يو لوې رول لوبوي او د پرمختګ سبب یې ګرځي.
اوس نو هر څوک کولای شي ،چې د ګوګل ژباړن له لارې پښتو هم بلې ژبې ته واړوي او هم له نورو ژبو څخه پښتو ته متن وژباړي.

۱- خاطره : دپښتنویووالی : کله چې پر ۱۹۶۵ ز کال کې دمحصلینولومړۍ اتحادیه د المان دفرانکفورت په ښار کې جوړیدله ، نوداتحادیې په برنامه باندې لانجه پیداشوه . ډاکتر ستوری اوڅونورپښتانه په دې نظروو،چې داتحادیې بنسټیزه موخه په لومړي ګام کې دلراوبروپښتنویووالی دی .
داځکه ،کله چې یوځل پښتانه سره په یوه خوله شي ،نو د هیواد نورو قومونو یووالی په اسانۍ سره مینځ ته راتلای شي. دلیل یې داوه چې پخپله پښتانه دپښتنوله لاسه د زده کړو (علم )،تخنیک اوتمدن څخه تل ددولتي واکدارانو پر مټ لیرې ساتل شوي دي ،چې په سر کې یې قزلباش شتون لري.
دبېلګې په توګه : د۱۹۶۲ ز کال څخه راپدې خوا درحمن بابا اودخوشحال بابا د لیسو زده کوونکوباندې په المان کې په یوه اویابل نوم تحصیلي برسونه بندشول اوهیوادته بیرته ولیږل شول . د ده اوزمانظرداسې وو، چې په هیواد کې میشت غیرپښتانه قومونه پوره دعلم خاوندان دي ، بې له هغې سره متحددي اومشران هم لري . هغوی ته دهیوادپه داخیل اودهیوادڅخه بهر دپښتنوضدکړیوله خوا لارښوونه هم کیږي .
په داسې حال کې، چې یوه بله ډله په دې نظروه، چې دافغانانوترمینځ توپير، وه نه شي اوټول یوشان دي. نن ورځ سپينه شوې ده ، چې په دې اړوند دارواښادستوري نظر بیخې ریښتونی وو.

۲-خاطره : په پښتوژبه خبرې کول : په ۱۹۷۴ ز کال دجرمني فرانکفورت په ښارکې دافغانانو یوکنفرانس جوړ شو،چې ډیروپښتنو اولږوغیرپښتنو زده کوونکوپکې ګډون کړی وو. په مجلس کې ټولوپښتنوخپل وړاندیزونه په درې ژبه ولوستل .
خوکله چې د ډاکترستوري وار راغی، نو په لوړ غږ او زغرنده (جدي) پښتو ژبه يې خبرې پیل کړې . غیرپښتنوافغانانوغوښتل، چې دی په درې ژبه وغږیږي ، خو ستوري ورغبرګه کړه : (زه افغان یم او دهیوا د اکثریت په ژبه خبرې کوم .)
غیرپښتانه افغانان سره راټول شول اوپه لوړاواز يې چیغې ووهلې (تو پاکستاني هستي ، زیرابه زبان پاکستاني ګپ میزني،به زبان دري ګپ بزن) . ده خپلوخبروته پرته له خنډاوځنډ دوام ورکړ او وه يې ویل : (زه دافغان نامتوپاچا احمدشاه بابا اودهیواد داکثریت په ژبه خبرې کوم .)
ورپسې مجلس دومره ترینګلی شو،چې غیرپښتنو افغانانوهڅه وکړه ،چې په ډاکتر ستوري باندې فیزیکي حمله وکړي، خودپښتنو زړه ورو ځوانانو په مټ ددې خطرڅخه بچ پاتی شو. ده دهیڅ چا پروا هم نه درلوده . په پایله کې يې په لوړغږ وویل : (سپې به غپیږي اوکاروان به تیریږي).

۳- خاطره :دالماني ژب پوه سره مخامخ کیدل: ارواښادډاکترستوري کیسه کوله، چې یوه ورځ په ریل (ټرین) کې ناست وم اودپښتوژبې ورځپاڼه ( اخبار) مې لوستله . په دې ترڅ کې یوالمانی فیلولوګ (ژبپوه) چې زماپه څنګ کې ناست وو ، زماڅخه وپوښتل : تاسو دکوم هیوادنه راځۍ اودا ورځپاڼه په کومه ژبه ده ؟
 ده په ځواب کې وویل : زه دافغانستان یم او ورځپاڼه ( اخبار) په پښتوژبه ده .
الماني ژبپوه ورغبرګه کړه : دپښتوژبې په هکله زه هیڅ مالومات نه لرم. ترکومه پورې چې زه خبریم په افغانستان کې پارسي ژبه چلیږي، بلخوا ما ډیر کتابونه په دري اونوروژبوهم لیکلي دي ،خودپښتوژبې څخه بيخي خبرنه یم .
ده ورغبرګه کړه: هو! زموږپه هیوادکې دایوه ډیرغټه ستونزه ( مشکل) ده، چې په پښتوژبه کې کتاب نه شته ،لکه څنګه چې پکار ده ، په ښوونځيو اوحتي په پوهنتونوکې هم نه تدریس کیږي .
الماني ژبپوه: زه پوه شوم تاسوپه هیوادکې اقلیت قوم یاست اواقلیتونه په غربي نړۍ او ټوله نړۍ کې ستونزې لري اوژبې ته یې څوک ارزښت نه ورکوي .
ده ورته وویل : نه داسې نه ده، موږ په افغانستان کې ډیره کی (اکثریت) قوم یو.
الماني ژبپوه وویل : ښه زه اوس پوه شوم، دتاسودولتي دستګاه دلږه کیو(اقلیتونو)په لاس کې ده اود پارسي ژبې خلک واکمنان دي
 ده دورغبرګه کړه : داسې هم نه ده ،ځکه په دولتي دستګاه کې هم پښتانه پوره برخه لري
 الماني ژبپوه: اوس زه پوه شوم چې دتاسوپاچا درې ژبی دی اوپښتون نه دی ، نوله دې کبله پښتوته اهمیت نه ورکول کیږي .
ده ځواب ورکړ: داسې هم نه ده، زموږدهیوادپاچاهم نسبي پښتون دی.
الماني ژبپوه ورغبرګه کړه: دازما لپاره یوه بیخي حیرانوونکې خبره ده . زه په نړۍ کې هیڅ هیوادنه پيژنم چې ولس یې د ډیره کی (اکثریت) په ژبه غږیږي، پاچا یې هم د ډیره کی نمایندګې کوي،خوسره دهغې هم داقلیت ژبه حاکمه وي اوس غواړم چې دانوی مالوما ت وڅیړم اوبل ځانګړی کتاب ولیکم .

۴- خاطره : دپښتوژبې سره مینه : کبیر ستوري به ویل : په هرچاچې خپله مور ګرانه وي ، نو په پښتوژبه به لیکل ،لوستل اوخبرې کوي . پښتانه دپښتوسره اوپښتودپښتنوسره نه شليدونکې اړیکي لري. داځکه چې دقران شریف په آیه 77 سوره قصص کی راغلي دي: «لاتنس نصیبک من الدنیا».
ژباړه : مه هیروه هغه برخه (دنیا،شتمني ، ژبه ،عزت) چې الله په دې نړۍ کې درکړې ده . دنوموړي ایت شریف په رڼاکې هرڅوک ،چې په مورنۍ ژبه ویل، لیکل اولوستل نه کوي ، نودامانالري ، چې دموراحترام نه کوي اودایوه ګناه ده .
د کبیر ستوري ډیره مبارزه په دې لاره کې وه ،چې دهیوادپه ټولو پوهنتونونو، رسمي دفترونوکې دې پښتوژبه وکارول شي. دبیلګې په توګه یې دلاندې شعر دامطلب ډیرښه بیان کوي.
سیاسي واکمن که پښتانه شي،پښتوکاندي دسرکار ژبـه
 هم د ښــــوونــــځــي ، هم د دفــــتر، هـم د خـپل کار ژبـه
 بـیا بـه پــوهــان او امـــیان حس کړي ضرورت د پـښتو
 پـښتو به شي بـیا د پـوهنې ، تـجارت او د روزګار ژبـه

 مالاندې شعردارواښاډاکترکبیر ستوري په افتخاردپوهنتون درسي کتاب په لومړې مخ کې لیکلی دی. دکتاب عنوان دی (سرطان اودچاپېریال رادیو اکټیویټی)
كه زما ستوري په قبر چېرې راشې
 په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم

 ۵- خاطره : دپښتنوسره مینه : په کبیر ستوري باندې پښتانه ډیرګران وو، که په هره جامه به وو،که په هر ګوند کې به وو اوکه هرسیاسي فکر به يې درلود، بیاهم په هغه باندې ډیرګران وو. زماپه انددپښتنوسره دارواښادستوري مینه (دلیلی اومجنون ) سره ورته وه ، داځکه هغه به ویل : الله ج بنده بخښي، خو پښتانه یوبل نه بخښې ، اودا یو ډیر ناسم کاردی.
یانې دده مینه دپښتنوسره دومره زیاته وه ، چې پښتون به یې د ټولوسیاسي تیروتنوسره سره هم بخښلو اوویل به يې : چې ګڼ پښتانه غیرشعوري ګناه اوتیروتنې کوي اوخدای دې ورته هدایت وکړي .
په دې اړوندپه ده پسې یوه ټوکه هم جوړه شوې وه، چې یوچاد کبیر ستوري څخه وپوښتل ،چې پلانی سړی دستاسودګوند (حزب) غړی دی اوکه نه؟
 ستوري په ځواب کې ورته وویل : نورخبرنه یم، خوکه پښتون وي زموږپه ګوندکې به وي اوکه پښتون نه وي نوزموږسره نه دی.

۶- خاطره :دډاکترنجیب سره ملاقات : چې ډاکتر ستوري د ډاکترنجیب الله سره په کابل کې ملاقات وکړ نوهمدالامل وه، چې ډیرنیږدې ملګري دهغه څخه مرورشول . څرنګه چې ارواښادستوری دساه پوهنې علم لوستلی وه نوده ویل: چې ماغوښتل ، چې دډاکترنجیب Therapie درملنه وکړم . داځکه چې ډاکټرنجیب یوپښتون دی اوپه غیرشعوري توګه دپښتنوپه ضدعمل کوي، خوپه زړه کې صادق اوکلک پښتون دی.

۷- خاطره : دپښتوژبې علمي کول : دخداى بخښلي ستوري لومړی پیغام دا وو،چې ماته يې وویل :"زما جنازې ته مه راځه، زما پيغام د ولسونو په منځ کې خپور کړه "
دغه راز یو بل پیغام یې داوو،چې داساسي قانون اودنړیوالوپرنسیپونو په رڼاکې بایددهیواد په پوهنتونواوښوونځیوکې داکثریت ولس پښتوژبه تدریس شي اولکه دنړی د نوروهیوادونو په شان دې داکثریت ژبه په دفترونوکې پلي (عملي) شی . دري ژبه دې ددویېمي رسمي ژبې په توګه ومنل شي .
ارواښادډاکترستوری اوارواښادډاکتردرويزه اڅکزی هغه لومړني ساینسپوهان وو،چې په جرمني کې یې دپښتوژبې علمي کولوهلې ځلې پیل کړې . هغوی ترخپله وسه په دې اړوندګڼ شمیرعلمي اومسلکي کتابونه هم ولیکل . دهغوی په ویناباید هرپښتون په خپل مسلک کې په پښتوژبه کتابونه ولیکي، ترڅوپښتوژبه یوه علمي ژبه وګرځي . په دې اړونددرحمن بابالاندې شعرپرځای دی :
ماچې خال دستا دوروځوپـــه میان ولیـد
 نه بل هسې رنګ امام شـته نـه محراب
 یو کتاب پـــــــــــه سړبـن کې چاونـــــــــه کړ
 بې رحمانـــــــــــه چې یـې وکړ داکــــــــتاب
(رحمن بابا)

۸- خاطره :دلراوبرپښتون یووالی : د ارواښادستوري په مزاج كې ناقراري وه، ددې وجه دا وه، چې هغه د پښتون قام د سوكالۍ او وحدت خوبونه ليدل، ان تردې حده پورې چې سګرټ څکولوته یې لاس واچوولو. دکوزې پښتونخوا ټولو قامي مشرانو، شاعرانو، اديبانو او عام ولس سره يې اوږدې اوږدې مركې وكړې. د لرې او برې پښتونخوا له قام پرستو مشرانو سره يې د اړيکو لړۍ (سلسله) پيل كړه. دبیلګې په توګه : دپښتنو دقامي مشرانو او په ځانګړي توګه دمحمد افضل خان لالا بلنه جرمني ته دیادولوړده.

۹- خاطره :دسیاسي ګوندجوړول : ډاکتر ستوری په اروپا کې هغه سیاسي لومړنی شخصیت وو،چې دپښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند بنسټ يې کیښود اوهرکال فرهنګي اوسیاسي کنفرانسونه او غونډې جوړوي. همدا لومړنی ګوندوه، چې په ۱۹۹۳ زکال د نوامبر د میاشتې په ۱۲ مه نېټه یې دډیورندکرښه باطله اعلان کړه . داځکه چې دنوموړې مصنوعي کرښي سل کاله تیرشوي دي اودپخواپه شان هیڅ اعتبارنه لري. زماپه اندهمدااوس په افغانستان کې جوړشوی نوی تحریک ( پښتون خوځښت) او ځینې نور خوځښتونه د ده دمبارزې پایله (نتیجه) وه .

۱۰- خاطره : دارواښاد کرکټراوخوی : ستوری سپین سپېڅلی سړی وه : (شف شف به یې نه کولو) په هر مجلس کې به یې دخپل فرهنګي نظراوسیاسي تګلارې څخه په ډاګه دفاع کوله اودهیڅ چاپروایې هم نه درلودله . ماته یې وویل : ٬٬ ډاکټره ،په هر واده کې برخه اخله ،خو دبل چااټن (سندرې) به نه کوې بلکې خپل اټن (سندرې) به کوې ٬٬. په دې اړوندپخپله عبدالرحمان بابا نه واورئ:
خدایه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک
 په ظاهـــر په باطن سپین سپیڅلي خلک
 هيڅ خندا مي له دي خلکو ســـــره نه شي
 ژړه وي مي هغه تــلـلـي تللي خـــــلــــک
(رحمن بابا)

۱۱- خاطره : صبراوحوصله : دارواښادستوري په مغزوکې سیاسي تیوري پخه شوې وه . ده به خپل نظر په هرمجلس کې په ډیره حوصله اودلایلوسره وړاندې کولو،که مقابل سړی به ورته ډیرجدي اوپه غوسه هم شو،خو دی به دخپل نظرڅخه نه اووښت . په پیل کې به ېې دسګرټ یو اوږد کش وکړاو په زغرده اوجرئت سره به یې دخپل سیاسي فکر څخه دفاع کوله .
۱۲- نیکخواه اودښه نیت سړی وو : ستوري دهرچاپه هکله ښه نیت درلود اونیکخواه سړی وه . دخوشحال خان خټک لاندې شعر دده په هکله صدق کوي
 چې دخلکونیکخواهي لري په زړه کې
 مبارک شه بادشاهي لـــــري په زړه کې
 ستوری کلک مسلمان وواوماته يې وویل : خَیرُ الناسِ مَن نَفَعَ النّاس؛.
ژباړه : دخیرسړی هغه څوک دی، چې بل چاته یې خیرورسیږي.

۱۳- خاطره : ډیرمیلمه پال پښتون وو: ستوري به هغه څه پیسې چې په خوارۍ سره ګټلې، تقریبا ټولې به یې په سیاسي اوفرهنګي ټولنو،غونډو،کنفرانسونواو میلمنوباندې مصرف کولې . د ده په وینا ، یوعالم فیلسوف ویلي دی. (هرڅوک چې دپيسوغلام وي، نوپه خپله مبارزه کې نه بریالی کیږي )

۱۴- داولادونوروزنه : خپل اولادونه یې په افغاني، اسلامي اودپښتونولۍ په روحیه روزلي دي . اسلامي روحیه یې داده چې دمشرانواحترام کوي اوپه کشرانو مهرباني کوي . همدارنګه دخپل پلارسیاسي اوفرهنګي مبارزه پرمخ بیایي . (پای)
لیکوال :
الحاج پوهنوال ډاکتر نظر محمد سلطانزی ځدراڼ
 دافغانستان داتوم انرژي پخوانی مسئول مشر
 او دکابل پوهنتون دطبيعي علومو پوهنځی پخوانی استاد