طـالــبــانـو تـه د صلحــې وړانـديز

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67772
سرسپـین کـچـکـول
دخبریدو نیټه : 2017-04-02


۲  اپرېــل ۲۰۱۷
  
منلو افغان  طالبانو وروڼــو اسلام علیکم!

د ۲۰۰۱  زییز د  اکتوبر په ۷، په افغانستان بانـدې د  امریــکې له بربڼډ  یرغــل راهیسې څه  د پاسه ۱۵ کالونه تـیر  شول. د  دغه  اوږد  یرغل ستراتجیک ګټه پـخــپلـه امریکې  او  برتانوي  پاکستان ته رسیدلې ده او  غـټــه بدبختي یې  په ټــول (لــر او بـر) افغانستان کې  پښتون مـلــت ته رسـیـدلې ده.  اوس چـیـن او  روسـیـه  هــم غواړي  چې په افغانستان کـې  خپلې  ستراتجیک ګــټې خونــدي کــړي. پــاکستان چې یــو دلال (کومپــردور)  دولت دی او د افغانستان  په خاوره یی خيـټـه  اچولې ده، ځـان  د روس او چـیـن  په ټـیـم کې  شامل ګـڼـي.
 
اوس ستاسـې درنـو  او سر تـیـرو افغـان  طالــبــانـو مسـولـیــت دی  چې د سـرچـاودنـو په ځای د خــپـل هـیـواد مـلـي ګـټــو ته  کلکـه پـامـلـرنه وکـړئ. افغان طالـبان بـایـد د  اباسیـن مـیـنــځ خپــله سـیـاسـي پـولـه وګـڼـي، نـه د انګريـز مارتیمر  ډیـورڼـډ ۱۲۳ کلنه استعماري او تحمیلي  ليــکه. د  کابل لاسپوڅې، ګډه وډه او فاسده اداره د ملي ګټو په ارزښت نه پوهيـږي ، ځکه چې سر یې  د خــیـټـې لانـدې دی.هـیله ده چــې  محترم افــغـان  طـالــبان  بــه په دې اړه زر  تر زره  د نیـواکـګـرې امریـکـې د اړونــدو مقاماتوسره تماس ونـیـسي او په دې ډول  په ټـول افغـانسـتان (لـر او  بـر) کې د سوکالـۍ ژونـد  ته لار پرانیـځي.

اسلام  په عــربستان کې نـازل شو. نــن  د خــلـیج ټــول هـیـوادونـه د خپل  ټـینـګوالي، امنـیـت، او تـجارت لپاره د امـــریـکې  ملاتــړ ته اړتـیـا  لـري.  ټول افغانستان (لـر او بـر) ستاســې په شان د خــپـلو ځامنو  کفایتونو ته اړتیا لري. هـــر څومـره  چې جګړه اوږدېـږي، هــغــومره پخوانـي فاسـد  عناصر فاســدې  ادارې  ته ورنــنـوځي. هـیـله ده چې خپل  نظـر به خپور کړئ.  په  درناوي.  کچکول