غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67796
بازمحمد روغوال
دخبریدو نیټه : 2017-04-26

 


 تصویر مې د لیلا په زړه مغزو کښی ځي راځي
 د سرو وینو په شا ني مې رګو کښی ځي راځي
 یوه لحظه مې نه پریږدي ارام ته چی یی وکړم
 په ویښه خو لا څه کۍ په خو بو کښی ځي راځي
 په داسي رنځ اخته شوم په علاج یی نه پوهیږم
 د حسن ښاپیرۍ مې خاطرو کښی ځي راځي
 ټول زړه یی زما نیولی راته ښکاري لیوني شوم
 ودانه رانهٔ پا تی دشت او غرو کښی ځي راځي
 نور خلک ټول ارام دي کار او بار کوی بی غمهٔ
 د سولی تو تکۍ د د وی ملکو کښي ځي راځي
 د لته کور په کور باندي مرګونه ژړاګا ني
 خو نکاري ملا یکي پښتنو کښي ځي راځي
 هیڅ خو په لاس د رنغلل (روغواله) زړه دي وسوو
 د سوي زړه لو ګي دي او سیلو کښي ځي راځي