مرور

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67800
حاجي محمد نوزادي
دخبریدو نیټه : 2017-04-26

 

هـغـه شیبـې ســوې مــروري ولاړې

خنداني خولې سـوې مـروري ولاړې

روښاني ورځي تــورتـمونو یــووړي

د وصال شپې سوې مـروري ولاړې

د زړګــي وینــي تــر لــیمــو ووتــې

اوښکي ویالې سوې مـروري ولاړې

چـي د غـزل امـیل شـلیـدلی پـریـوت

هـم مي ټپې ســوې مــروري ولاړې

نن د هوسۍ سترګو جادو مات سوی

په ژړا سـرې سوې مـروري ولاړې

د نــوزادي چـي سـو قسمت مـــرور

هیلي ، اسرې سوې مروري ولاړې

ډنمارک . ۱۶ /  ۲ /