د هوایي بریدونو او مخالفینو په خپل منځي نښته کې ۴۲ داعش وژل شوي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67805
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-05-02

ننګرهار چپرهار ولسوالۍ د اغزو،سپین جومات او کنډي باغ په سیمو کې د بهرنیو ځواکونو هوایي بریدونو او دعش او وسله والو طالبانو ترمنځ خپل منځي نښتې له امله ۴۲ داعشیان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي .

په یاده پېښه کې ۲۷ داعش د وسله وال طالبانو سره د نښتې او ۱۵ نور د هوایي برید په ترڅ کې وژل شوي دي،چې د یو شمیر وژل شوو جسدونه یې هم په سیمه کې پاتي دي.