هلمند کې ۱۰وسله وال طالبان وژل شوي دې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67848
حضرت محمد روحاني هلمند
دخبریدو نیټه : 2017-05-29

دهلمند سیمه یز چارواکي وایي چې دافغان ځواکونو هوایې او ځمکنیو عملیات چې ددې ولایت په نادعلي او ګرشک ولسوالیو کې ترسره شوې دې په ترڅ ۱۰وسله والو طالبان وژل شوي دې د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن و بینوا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي چې تیره شپه دافغان ځوکونو لخوا چې کوم هوایې او ځمکني عملیات ددې ولایت د نادعلي ولسوالۍ په لوي باغ سمیه کې ترسره شوي په پایله کې ۸تنه وسله وال وژل شوي ،دهغه وژل شوي جسدونه لاتراوسه دجګړي په ډګر پاته دې . دغه راز سرچینه زیاته وې چې په ګرشک ولسوالۍ کې دافغان او وسله والو تر منځ په مخا مخ نښته کې ۲تنه وسله وال طالبان وژل شوي وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دې ویلي .