له پوهنې وزارت سره د مرستو او همکاریو لس تړونونه لاسلیک شول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67852
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-05-30

د افغانستان د پوهنې وزارت د هېواد د پوهنیز نظام د ودې او پیاوړتیا په موخه له ۹ همکارو موسسو سره د نژدې ۲ میلیونه او ۳۵۲ زره امریکايي ډالرو په ارزښت لس تړونونه لاسلیک کړل. دغه تړونونه د پوهنې د وزیر ښاغلي ډاکټر اسدالله حنیف بلخي او د یادو موسسو د استازو ترمنځ د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې لاسلیک شول.
د لاسلیک شویو تړونونو له ډلې دوه هغه یې له اکتید موسسې سره لاسلیک شول، چې د لومړي تړون له مخې به یاده موسسه د ۴۶۷ زره او ۹۰۰ امریکايي ډالرو په ټولیز لګښت د فاریاب ولایت د المار، اندخوی، دولت آباد، خواجه سبز پوش، کوهستان، پښتونکوټ، قیصار، شیرین تگاب، قرمقول، قرغان، خان چهارباغ او میمنې ښار د ښوونځيو نژدې ۱۱ زره زده کوونکو ته د کانکور چمتوالي، سواد زده کړو، انګلیسي ژبې او یو شمېر نورو برخو کې  ښوونیزو کورسونه جوړ کړي. یاده موسسه به د دویم تړون له مخې ۵۳۰۰ کډوالو او راستنو شویو ماشومانو ته د محلي زده کړو ۷۵ ټولګي جوړ کړي او د ننګرهار د بهسودو، کامې، روداتو، کوز کنړ او جلال آباد ښار لس ښوونځي او د کابل ښار یو شمېر ښوونځي به تجهیز او اکمال هم کړي.  پر دغې پروژې ۴۷۷ زره او ۳۹۰ امریکايي ډالره لګښت راځي، چې د راتلونکي یو کال په ترڅ کې به پلې شي.
د درېیم هوکړه لیک له مخې چې د څه باندې ۶ میلیونه او ۲۳۳ زره افغانیو په ارزښت د نړیوال معاونت له موسسې سره لاسلیک شو د هرات، بادغیس، غور او فراه ولایتونو ۲۵۰۰ ښوونکو او زده کوونکو ته به د ۴۵ دوره یي ورکشاپونو په لړ کې د روغتیايي زده کړو اسانتیاوې برابرې شي.