متحدافغان کلتوري ټولنې دخواشينۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67866

دخبریدو نیټه : 2017-06-03

 کابل، افغانستانـ په ډيرغم او خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړو چې، يو ځل بيادهيواد او ملت دښمنانو د غيراسلامي او غيرانساني عمل په تر سره کولو زمونږ ګڼ شمير بي ګناه هيوادوال شهيدان کړل.
اناالله وانا اليه راجعون.
دا ډول بريدونه ،نه په اسلام کې ځاي لري او نه په انسانيت کې.
بريدګرو هم اسلام بدنام کړ، او هم يي انسانيت په شرمونو وشرموو.
اي! دنفرت ، کرکي، وحشت او افراطيت منحوسو څيرو ستاسو دارنګ کړنې او اعمال چې انسانيت او اسلاميت قتلوي هيڅ دمنلو وړ ندي.
مونږ ټول دا او دي ته ورته بريدونه او ترسره کوونکي په کلکو ټکو غندو . په اخر کې له ټولو هيوادوالو هيله کوو چې د داسي فرعوني کړنو په اړه اړونده چارواکو ته خبر ورکړي تر څو د جنايتونو مخه ډب شي.
متحد افغان کلتوي ټولنه د پيښي ټولوشهيدانو ته فردوس جنت ،ټپيانوته عاجله شفاء او خپلوانو او دوستانو ته يي دالله دربارڅخه جميل صبر غواړو.
متحدافغان کلتوري ټولنه
 امريکا ويرجينياء ايالت فريډريکسبرګ ښار