دکرهڼي په برخه کي دارزګاني چارواکو هڅي. دارزګان ولایتي چارواکي وايي چي دوی هڅي کوي چي په ارزګان ولایت کي دکرهڼي برخي ته پراختیا ورکړي او دخلګو لپاره اسانتیاوي رامنځته کړي. دوی دغه خبري دشنو خونو دګټي اخیستني پرمهال وکړي. له دي سره کرونده ګر هم خوښ دي او په دي برخه کي ددولت له هڅو مننه کوي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67880
احسان الله ولس يار
دخبریدو نیټه : 2017-06-11

چارواکي وايي چي دوی دکرهڼي په پراختیاسره غواړي چي ازرګان پرځان بسیا کړي. دارزګان ولایت والي محمد نذیر خروټي تيره ورځ دیوي شني خوني دګټي اخیستني پرمهال رسنیو ته وویل چي د۲۹میلیونه افغانیو په لګښت اته شني خوني چي په یو یو جریب ځمکه کي جوړي شوي لګښت يي داقلیم سره دتغیر جوړوني برنامي له خوا ورکول کيږي او موخه يي داده چي په ارزګان ولایت کرونده ګرو ته اسانتیا رامنځته کړي او هغوی دي ته وهڅوي چي شني خوني جوړي کړي ځکه په وینا يي که په دي برخه کي کار وشي ارزګان به دسبزيجانو له اړخه پرځان بسیا سي. نموړی وايي چي دوی تر ډيره دکرني په برخه کي کار کوي څو له همدي لاري دارزګان اقتصاد په پښو ودروي. دکرهڼي ریاست رئیس انجینیر زلمي الکو هم پر همدي مهال وویل چي ددغو اتو لویوو شنو خونو دجوړوني ترڅنګ ۲۸ نوري کوچنۍ شني خوني هم ترکار لاندي دي او ډير ژر به کټي اخیستني ته وړاندي سي. نموړی وايي چي دلویوو شنو خو په جوړلو سره به دوی له هري شني خوني له کاله ۶۸ ټنه بادرنګ،۵۶ ټنه رومیان،۴۰ټنه کاهو او۳۶ ټنه توریانجن حاصلات ولري چي په وینا يي له دي سره به تر ډیره ارزګان پرځان بسیا سي. له دي سره هغه کرونده ګر چي شني خوني ورته جوړي سوي وي او دحاصلاتو په راټولو بوخت وه له دولته خوښ دي او وايي چي دوی له دي لاري کولای سي چي له یوي خوا په کار وګمارل سي او له بلي خوا دخپل ورځني ژوند اړتیاوي پوره کړي. دوی دورته نورو پروژو دپلي کولو غوښتنه کوي. دیادوني وړ ده چي ارزګان دکرهني لپاره مناسب چاپیریال او پراخي اوبه لري خو کرونده ګر يي له نوي او عصري کرني سره تر ډیره بلدتیا نه لري او لاهم په پخوانیو طریقو کرنه کوي او له همدي امله دمسؤلینو په وینا چي یوشمیر کرنیز محصولات له نورو ولایتونو څخه واریدیږي. خو دکرني په برخه کي ارزګاني چارواکي ژمنه کوي چي دوی دکرهڼي دپراختیا هڅي کوي.