په پکتیکا کې له ۲۰۰ بې ځایه شوو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67887
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-06-11

د یکشنبې په ورځ د پکتیکا ولایت پر مرکز ښرنه سربېره د بېلابېلو ولسوالیو له ۲۰۰ بې ځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
په یاده مرسته کې غنم، وریجې او غوړي شامل وو.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وویل چې د روژې په مبارکه میاشت کې یې اړې کورنۍ معلومې او د اړتیا وړ مرسته یې ورکړه.
پکتیکا والي وایي، که څه یاده مرسته د دوی لپاره بسنه نه کوي خو په وینا یې د روژې په مبارکه میاشت کې به یې اړتیاووې تر یوه بریده پوره کړي.