د ویسټ انډیزیانو قوي مټې که زموږ تېروتنې؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67889
ځپلواک دریځ
دخبریدو نیټه : 2017-06-11


د نارین، بریټ وایت، ټیلر او نورو مشهورو لوبغاړو سره لوبېدل.

لوبغاړو ته مو لږ تر لږه دا مالومه شوه چې څنګه د یوې پیاوړي لوبډلې په وړاندې ولوبیږي او خپله عادي لوبه وکړي.

د ویسټ انډیز غوندې لوبغاړو سره لوبه کول خپله یوه لویه زده کړه ده او زموږ لوبغاړو ډېر څه زده کړل.

خو ولي مو لوبې وبایللې؟

د ښکلي اوپنینګ جوړې له لاسه ورکول هغه څه و، چې ددې ماتو لوی علت ګڼل کیږي، موږ یو داسي اوپنینګ له لاسه ورکړی چې زموږ د بري پوره ضمانت ورسره و.

موږ یو ښه ویکټ ساتونکی له لاسه ورکړی و، چا چې به د ښې ډګرساتنې ترڅنګ ناممنکنه اوټ یا سوځونې کولې.

اوپنینګ یا دلوبې پیل اساس او بنسټ دی نو که اساس سم کښېښودل شي، تر پایه به هرڅه سم وي، اوسنیو ماتو کې روزونکي او لوبډلمشر ته دا لوی چلنج و، چې څوک د اوپنینګ لپاره جوړ کړي او وباسي، ځګه یوه ورځ هم ښه اوپنینګ ترسره نه شو خو جاوید احمدي او عثمان ددې کار لپاره یوه ښه جوړه کېدای شوه.

ددې ترڅنګ د څلورو الراونډرانو لوبول یوه لویه تېروتنه وه او د هغه لپاره د عثمان او جاوید غوندې لوبغاړي کښېنول واقعاً یوه اشتباه وه، چې نه باید داسي شوي وای.

د لوبډلمشر څخه هم ځیني تېروتنې وشوې مثال یې د راشدخان پر وخت نه لوبول و.

ډګرساتنه کې مو ستونزې یوځل بیا د پخوا په څېر ترسترګو کېدې لکه:

ویکټ ساتنه کې سټمپ میس کول، سلیپ کې کیچ ایله کول، څلوریزې تلل او نور...

د لوبغاړو پر سم وخت بیټ ته نه لیږل بله ستونزه وه مثلاً: د وهلو په وخت کې داسي توپ وهونکی راوستل لکه کریم جنت او توپونه ډاټ کول هغه څه وه چې ورسره پر لوبډله فشار لا هم پرېوت.

حال دا چې نجیب، ګلبدین او راشد غوندې لوبغاړي وه.

خو یوه خبره کول غواړم هغه دا چې کریم جنت یواځینی لوبغاړی دی چې د خپلې وړتیا پر اساس لوبډلې ته راغلی خو دا چې سمه استفاده ورڅخه نه کیږي دا دده ګنا نه ده نو د غندلو حق یې نه لرو.

دا هغه ستونزې وې، چې د ویسټ انډیز خلاف سیالیو کې د ماتو لامل شوې، هیله شته چې نور به دا ستونزې حل شي او راتلونکي کې به د پیاوړو لوبډلو خلاف پیاوړي لوبیږو.

یوه لویه لاسته راوړنه او مثبت ټکی دا و چې یو ورځنیو سیالیو ته مو د ویسټ انډیزي لوبغاړو پیاوړي او کمزوري ټکي ونیول او هلته به ورڅخه شه استفاده وکړو.

زموږ خلک هغه خلک دې چې یوازې پر یوه توپ، یوه تېروتنه او یو ښه شاټ او ښې کړنې سره خپله پریکړه کوي، بیانو څوک ښه څوک بد وایي.

هیله ده له ډېرې کتنې او څېړنې وروسته یوه نیوکه وکړو.

تاسو باور وکړئ زموږ لوبغاړي ډېر د ستایلو دې.