د اساسي قانون له مخې د صلاح‌الدین ربانی د وروستۍ وینا څېړنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67898
عبدالقهار "عزیزي"
دخبریدو نیټه : 2017-06-12


 جګړه داسې یوه ناوړه پدیده ده چې د هېوادونو نه یواځې اتباع زیانمنوي بلکه د هغه هېواد مدنیت، کلتور، عرف او عادات، اقتصاد، او ټول بنسټونه ویجاړوي. ددې لپاره چې لدې حالت څخه راووځي هېوادونه ډېرې هڅې کوي ترڅو دا حالت په مختلفو لارو چارو له منځه یوسې او په خپل ټول توان له ناخوالو څخه راووځي؛ هلته بیا د یو هېواد ټول اشخاص پدې هڅه کې وي چې ملي ګټو په کتو داسې دريخ غوره کړي چې ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي.

افغانستان نږدې ۴۰ کاله له جګړې څخه رنځ وړي، د افغانستان تقریباً هر وګړی لدې جګړې اغېزمن شوی او په یو ډول نه یو ډول یې ورڅخه ضرر لیدلی؛ له ځاني نیولای آن تر رواني، مالي، معنوي، ... ډول ورڅخه زمونږ درانه هېوادوال متضرر شوي.

هغه څه چې مونږ لپاره مهم دي او کولای شو چې دغو ناخوالو ته د پای ټکی کېږدو په ملي مسایلو کې ملي اوسېدل او د ملي ګټو مطابق رفتار او چلند کول دي، له بده مرغه زمونږ هېوادوال د دومره لویو ستونزو سره سره بیا هم ملی ګټې په نظر کې نه نیسي او خپلي شخصي، سمتي، ګوندي، قومي او ژبنۍ ګټې ورته لومړیتوب لري او هڅه یې دا وي چې یادې ګټې په هر کار کې په نظر کې ونیسي. په افغانستان کې هرې ډلې، ګوند او حتی اشخاصو دغه ډول دریځونه لرلي او لري یې؛ مخکښ یې بیا د جمعیت اسلامي ګوند دی چې هر وخت یې غړو د ملي ګټو پرځای شخصي، قومي، سمتي، ژبنۍ او ګوندي ګټې په نظر کې نیولي او په دې ډګر کې له ټولو سیاسي ډلو، ګوندونو او اشخاصو څخه وړاندې دي او لومړی مقام یې ګټلی. دغه ګوند د هماغه تأسیس له وخته تراوسه بیا په هره مسله کې خپلې ګټې مقدمې ګڼلي چې ښه او روښانه بېلګه یې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د صلاح‌الدین ربانی د جوزا د میاشتې ۱۵مې نېټې څرګندونې وې چې زمونږ د ادعا لپاره ښه ثبوت دی. داچې د نوموړي څرګندونې څومره د اساسي قانون مطابق دي او یا هم څومره مغایرت لري په لاندې څو ټکو کې یې غواړم روښانه کړم:

۱: د افغانستان د اساسي قانون په ۷۱یمه ماده کې راغلي: (حکومت له وزیرانو څخه جوړ دی چې د جمهور رئیس تر ریاست لاندې کارکوي...)

ددې مادې مطابق هر وزیر د ولسمشر تر ریاست لاندې کار کوي. دا په دې معنی چې هرکله یو څوک د وزیر په حیث وټاکل شو باید ولسمشر د خپل رئیس په حیث ومني او د هغه هره خبره د یو آمر په حیث پرته له ځنډه عملي کړي؛ که چېرې کوم وزیر ولسمشر ته د رئیس په حیث ونه کتل او ویې نه منل نو بیا ولسمشر صلاحیت لري ددې مادې مطابق وزیر له دندې لرې کړي.

۲: په ۷۲یمه ماده کې د وزیر د ځانګړنو په اړه جزئیات راغلي او دا یې واضح کړې چې باید یو وزیر کوم مشخصات ولري. یوه ځانګړنه چې وزیر یې باید ولري داده « له ښه شهرت څخه باید برخمن وي»؛ د ښاغلي رباني په تړاو باید ووایم چې نوموړی د هیڅ ډول ښه شهرت څخه برخمن ندی که یواځې په خپله کورنۍ کې کوم ډول ښه یا هر ډول شهرت ولري نو هغه بیا د وزیر په حیث په شهرت کې نه راځي نو پدې اساس د وزارت له څوکۍ سره وړ کس ندی په تېره بیا د بهرنیو چارو وزارت څوکۍ ته؛

 ۳: د افغانستان د اساسي قانون په ۷۴یمه ماده کې یو شخص د وزیر په حیث د ټاکل کېدو څخه وروسته باید داسې لوړه وکړي:

 (بسم الله الرحمن الرحیم

 د لوی خدای ج په نامه لوړه کوم چې د اسلام د سپیڅلي دین د حکمونو حمایت، د اساسي قانون او د افغانستان د نورو قوانینو رعایت، د اتباعو د حقوقو حفاظت، د افغانستان د خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو د ملي وحدت ساتنه وکړم او په خپلو ټولو اعمالو کې خدای ج حاضر وګڼم او خپلې راسپارل شوې وظیفي په رښتینولۍ سرته ورسوم)

د نوموړې مادې مطابق ښاغلی صلاح‌الدین رباني په بشپړ ډول له خپل قسم څخه تېر شوی او لوړه یې ماته کړې چې د قسم ماتولو په ګناه هم ګرفتار دی(د یادولو ده چې اسلامي اړخ څېړل یې زما هدف ندی)

الف: د اسلام د حکمونو حمایت؛ اسلام د تعصب خلاف دی او د حدیث شریف مفهوم دی چې څوک په هر عمل کې (بد او ښه تفکیک نه کوي) د خپل قوم ملاتړ کوي زمونږ څخه ندی، ښاغلی رباني چې دا وروستی دریځ یې په وضاحت د تعصب په اساس دی دلته یې د اسلام او اساسي قانون دغه اصل تر پښو لاندې کړ چې هم د الله په وړاندې او د افغانستان ملت په وړاندې مسؤل دی.

ب: د اساسي قانون د حکمونو تطبیق خو بیخي واضح دی او وروسته به پرې په جزئیاتو سره بحث وکړم چې څومره یې د اساسي قانون حکمونه عملي کړي.

ج: د اتباعود حقوقو ساتنه د افغانستان د هر وزیر مسؤلیت دی او ددې لپاره ورته قسم ورکول شوی دی؛ باید په هره معنی د خپلو اتباعو د حقوقو ساتنه وکړي، د بهرنیو چارو وزارت لکه څرنګه چې په بهر کې باید د خبلو د ګټو ساتنه وکړي نورو وزارتونو په نسبت باید دغه اصل ته تر ټول زیات ژمن وي. ولې ښاغلی ربانی یواځې د یو ځانګړي قوم د ګټو په ملاتړ بوخت دی حتی داسې هم نده بلکه د ګوندی او شخصي ګټو د ساتلو لپاره کار کوي.

د: وزیر باید د ملي وحدت ساتنه وکړي، ولې ښاغلی رباني برعکس د ملي وحدت پرضد په غونډو کې ګډون کوي او حتی اعلامیې هم دده له ادرسه خپرېږی چې په ښکاره د ملي وحدت له منځه وړلو بوی ترې راځی دا بیا ډېره د شرم خبره ده او باید تر عدلی تعقیب لاندې ونیول شي.

هـ: وزیر باید خپلې ټولې ورسپارل شوې دندې ترسره کړی؛ ښاغلی رباني دنده لری چې باید نورو هېوادونو سره د افغانستان په استازولۍ خبرې وکړي، او په نړیواله کچه د افغانستان اراده تمثیل کړي. دلته وینو چې نوموړی هیڅ دغه اصل ته ژمن ندی، پرځای ددې چې په نړیواله کچه په دپلوماټیکو چارو بوخت شي دی ښاغلی ځي او په شمالي ولایتونو کې خلک مسلح کوي، د خبل قوم په مسایلو کې بوخت دی او هیڅ په دپلوماسۍ نه پوهېږي حتی چې کوم هېواد یا غونډې ته لاړشی هلته بیاهم د خپل ګوند د ګټو په اړه خبرې کوي او د خپل ګوند نظر څرګندوي همېش په کورنیو چارو بوخت دی.

۴: د ۷۷یمې مادې په یوه برخه کې راځي: ((.... وزیران له خپلو ټاکلو دندو څخه د جمهور رئیس او ولسي جرګې په وړاندې مسؤلیت لري))

ددې مادې په اړه کولای شو ووایو چې ښاغلي رباني دغه دنده کې سل په سله ناغیړي کړې او عمداً غواړي چې دا ماده ترپښو لاندې کړي او کړې یې ده؛ رباني باید هر وخت ولسمشر ته خپل راپور وړاندې کړی او ترڅو چې وزیر وي د ولسمشر د ارادې او حکم خلاف کوم څه نشي ترسره کولای. ګورو چې په نننۍ غونډه کې ورڅخه پوښتنه کېږي چې سبا به د «کابل پروسې» په غونډه کې ګډون وکړئ نوموړی څرنګه چې د بهرنیو چارو وزیر دی باید ووایي هو، ولې دا ښاغلی وایې چې  زه به د جمعیت پرېکړې ته منتظر شم، ایا ته د افغانستان بهرنیو چارو وزیر یې که د جمعیت؟؟؟ ته د افغانستان استازولي کوې او که او که د جمعیت؟؟؟ د قانون مطابق ته ولسمشر او ولسي جرګې ته مسؤل یې او که جمعیت ته؟؟؟

 د ولسي جرګې پروړاندې د مسؤلیت په اړه باید ووایم چې دی لا له وړاندې د ملت د کور له لوري د بې کفایته وزیر په توګه د بې باورۍ د رایې سره مخ شوی چې له هماغې نیټې بیا نو د وزیر په حیث ورته د منلو وړ ندی.

۵: د وزیر د محاکمه کولو لپاره اساسي قانون درې ډوله جرایم واضح کړې دي چې عبارت دي له بشر ضد جرمونه، ملي خیانت او نور جرایم. د دغو جرمونو څخه په یو باندې د تورنېدو څخه وروسته په ځانکړې محکمه کې باید محاکمه شي، دلته ګورو چې د ملي وحدت په ضد څرګندونې، د هېواد پرځای د جمعیت استازولي او د ولسمشر پرځای د جمعیت پرېکړې ته منتظر کېدل او ورته ځان مسؤل ښودل هغه جرایم دي چې کولای یې د ملي خیانت د جرمونو په کتار کې یې راولو نو فلهذا باید له دندې لېرې او ځانګړې محکمه یې په اړه تشکیل او د ملي خیانت په جرم محاکمه شي ترڅو د نورو وزیرانو لپاره د عبرت درس شي.

۶: د اساسي قانون ۸۰یمه ماده بیا هغه ماده چې دغه ښاغلي له هماغه وزیر کېدو راپدېخوا ترپښو لاندې کړې او سر یې ترې غړولی.

نوموړې ماده داسې صراحت لري: وزیر نشي کولای چې د خپلې دندې په دوران کې له خپل مقام څخه په ژبنیو، سیمه ییزو، قومي، مذهبي او ګوندي ملحوظاتو ګټه واخلي.

دغه ماده واضح او روښانه ده او زیات وضاحت ته اړتیا نلري، ته د بهرنیو چارو وزیر یې تراوسه دې په پښتو خبرې نه دي کړي، دا خپله په یو ډول ژبنیو مسایلو ته لمن وهل دي. یو امریکایي نه یې مګر په انګریزي خبرې کوې او چې په افغانستان کې پیدا او لوی شوی یې بیا دې پښتو ته ژبه ګونګۍ او خوله ماته ده!!!، د بهرنیو چارو وزیر یې او سفرونه دې بدخشان، تخار، کندز او بغلان ته د کورنیو مسایلو او قومي اختلافونو د راپورته کولو لپاره دي. ته د بهرنیو چارو وزیر یې او تل دې قوم پالنې ته لمن وهلې. ته د بهرنیو چارو وزیر یې او بیا په هره مسله کې د جمعیت ګوند څخه د فیصلې غوښتنه کوې او د هغوۍ پرېکړې ته منتظر پاتې کېږې!!!!!!

وړاندیز مې د افغانستان د یو تبعه په حیث ولسمشر ته دادی چې نوموړی ژر تر ژره له دندې ګوښه، او تر عدلي تعقیب لاندې ونیسي او ځانګړې محکمه یې په اړه دایره او ټول تورونه کوم چې ما پدې لیکنه کې یاد کړل وڅېړل شي  ترڅو ملي وحدت ټینګ، ډپلوماسي مو بریالۍ او نړیوالو ته  د بې کفایتۍ د سرټیټۍ څخه خلاص شو.

په همدې هیله

 و من الله توفیق