د پکتیکا له مرکزي زندان څخه ۲ تنه زندانیان ازاد شول او د ۱۴ د بند موده کمه شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67902
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-06-13

.
د پکتیکا ولایت له محبس څخه  دوه تنه بندیان خوشي شول او د څوارلسو نورو د بند موده را کمه شوه.
پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي وویل چې ولایتي اداره له محبس څخه دوامداره څارنه کوي او د بندیانو له حال احواله ځانه خبروي.
نوموړي خوشي شووبندیانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د زندانیانو ټولو حقونو ته به رسیده ګي کیږي او په خبره یې د هر یوه دوسیه به په خپل وخت په شفاف ډول څېړل کیږي.
بل لورته د پکتیکا له محبس څخه خوشي شوي بندیان خوښي څرګندوي چې د ولسمشر د ځانګړې فرمان له مخې خوشي کیږي.