د کرکټ بورډ لخوا د (ICC) نه د بشپړ غړیتوب غوښتنه شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67907
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-06-18

 

د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ نړیوالې شورا(ICC) ته د بشپړغړیتوب لپاره غوښتنلیک استولې.

افغانستان په تېره لسیزه کې د کرکټ په ډګر کې د یادې شورا د دویمې درجې لرونکې هیواد په توګه ښې لاسته راوړنې لرلې، افغان حکومت په دې عقیده دی چې اوس هغه وخت را رسیدلی تر څو افغانستان د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړي له دې سره به په هیواد کې د کرکټ د لا پرمختګ لپاره نور فرصتونه هم را منځته شي.

په هیواد کې له شته ستونزو سره سره، کرکټ هغه لوبه ده چې افغان ملت ته یې تل خوشحالي ور برخه کړې ده. 

د افغانستان کرکټ بورډ غړي، د کرکټ ښځینه ټیم د رامنځته کیدو په برخه کې د یاد بورډ هڅې او ژمنتیا ستایې. په هیواد کې مذهبي او کلتوري محدودیتونو ته په کتو سره افغانستان به په تدریجي ډول د کرکټ ښځینه ټیم هم رامنځته کړي.

د یادونې وړ ده چې د کرکټ نړیوالې شورا غړي به د روانې جون میاشتې په اوږدو کې غونډه وکړي او په دې غونډه کې به د افغانستان د غوښتنلیک په اړه هم پریکړه وشي