د مړه داود خان ارمان کوو خو ژوندی په کاڼو ولو!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67908
امین الله عادل
دخبریدو نیټه : 2017-06-18

 


یو سپېنږی هراتی ډاکټر مو همکار ؤ. نوموړی د داود خان د وخت د روغتيايي سکتور د پراختیا کارکوونکی پاتې شوی ؤ. هغه به تل دا خبره کوله چي "ارمان های خیلی زیادی را در دل دارم، ولی هیچ کدامش برایم ارزش ندارد فقط اینکه خداوند شاه امان الله خان و یا هم داود خان را برای این کشور دوباره زنده کند. "
په موږ افغانانو کې یو تریخ حقیقت دا دی، چې ژوندي خلک مو ښه نه لري. د ژوندي انسان په قدر تر هغو نه پوهېږو ترڅو چې مړ شوی نه وي. خو چې کله مړ شي بیا لاسونه مروړو . وایو "وخ دا څومره ښه شخص ؤ."  وینو، چې په هر ځای کې هر څوک د داود خان ارمان کوي. یا هم د امان الله خان غوندې شخص هیله لري. خو اوسنی ولسمشر، چې ژمنه او تعهد یې تر داود خان کم نه دی، نه یوازې دا چې د داود خان د پلانونو د عملي کوو هڅې کوي بلکې په ټوله پیمانه زیار باسي، چې د امان الله خان ارمانونه هم پوره کړي مګر موږ  لګیا یو په کاڼو یې ولو. شپه او ورځ یې رټو او د هغو نارو او سورو ملاتړ کوو، چې هلئ حکومت باید ژر چپه شي او ښه حکومت دې را شي! مؤقت حکومت دې راشي او بیا دې ټاکنې وشي...!!
دداسې یو هېواد چې وکیل یې د مافیا غړی او کمشنکار وي، د حکومت وزیر، والي او رئیس یې توکمپال او ګوندپال وي، یا په فساد ککړ وي. عام ولس مو ټول سره وېشلی او پاشلی وي، د افغانستان د دښمنانو له دسیسو او توطئو خبر نه وي، په ړندو شعارونو پسې منډې وهي. څوک د حکومت چپه کېدل غواړي او څوک د زورواکو او توکمپالو په لومو کې ښکېل وي! د سیمې ټول استخبارات دلته جاوسوسان لري، د اعتماد فضا هم شړېدلې وي. په داسې یو حالت کې څنګه کولی شو، چې تر دې ښه حکومت راولو او یا هم تردې ښه ولسمشر وټاکو!؟  
دا سمه ده، چې تر پخوا اوس هم مداخلې زیاتې شوې، جګړې پراخه شوې او د عامو او بې ګناه وژنو وحشتناکو وژنو زور اخیستی. خو ددې لامل د ولسمشر هغه کارونه دي، چې د افغانستان د دښمنانو زغم یې صفر ته رسولی. هغوی کله هم نه غواړي، چې په افغانستان کې داسې وشي، چې د هغوی مصلحت ته ګواښ وي.
آیا زموږ ګاونډیان او استخبارات غواړي، چې افغانستان دې پر ځان متکي شي؟ آیا هغوی دا غواړي، چې په افغانستان کې د زېربنا جوړه شي؟ آیا هغوی غواړي، چې د افغانستان اوبه دې مهار شي؟ آیا هغوی غواړي، چې افغانستان دې یوه نېښلوونکې نقطه شي؟ ځواب یې واضح دی او هرڅوک چې دا کار وکړي بس په افغانستان کې به د دښمن وحشت لا ډېر زور اخلي. ان که ولسمشر کرزي هم دا کارونه کولی، همدا به یې حال ؤ .  
دا سمه ده چې د هېواد ولسمشر خورا ډېرې ستونزې لري، یوې ځانګړې حلقې احاطه کړی، فساد هم ښه پرېمانه نه دی. د حکومت شریک لوري ولسمشر ته د لاس ورکولو پر ځای له هغه څخه د خپل شخصي سهمونو غوښتنه کوي. امنیتي ستونزې له یوې خوا، د ډېرو وزیرانو، والایانو او نورو تپل شويو څېرو نه مرسته له بلې خوا ټول هغه څه دي، چې د ولسمشر لاس او پښې یې ورتړلي. که څوک فکر کوي، چې که دا حکومت ړنګ او پر ځای یې بل راشي نو دا ناندرۍ به ورکې شي. نو دا هسې یو خیال دی!
زما یاد شي، کله چې امریکا په افغانستان حمله وکړه او د طالبانو حکومت یې نسکور کړ. پاکستان د پرویز مشرف په مشرۍ په افغانستان باندې د حملې لپاره امریکا ته ټول امکانات برابر کړل. هډې یې ورکړې او استخباراتي معلومات یې ورسره شریک کړل. په پاکستان کې ددې کار پرضد لاریونونه وشول. د پارلمان هاوس ترڅنګ محصلینو مظاهرې وکړې. پرویز مشرف یو شمېر محصلین خپل دفتر ور وغوښتل. هغوی ته یې د "سب سی پهلی پاکستان" تر شعار او روحیې لاندې حالات روښانه کړل او بیا یې ورته وویل چې دا زما چوکۍ ستاسې نو اوس تاسې فیصله وکړئ؟ " محصلینو چې د هغه ظروف وکتل نو ورته ویې ویل چې "جی آپ ټهیک ہیں ‫ہم آپ کے ساتهـ ہیں" یانې بس ستا خبره سمه او موږ ستا ترڅنګ ولاړ یو. د افغانستان ولسمشر هم ډېر مجبوریتونه لري. که هرڅوک د هغه پر ځای وي او په ریښتیا غواړي< چې د افغانستان لپاره اساسي کار وکړي وضعیت به همداسې وي. نو که موږ افغانستان جوړول غواړو او ددې لپاره ژمن ولسمشر انتخابوو نو زموږ دښمنان د وضعیت د خرابولو لپاره تر دې هم ډېرې هڅه کوي او هرڅه یې چې په وس پوره هغه سرپه نه پرې کوي. ‬
د افغانستان د تېر لنډ وخت تجربې دا په ډاګه کوي، چې موږ کله هم د ښه والي په نیت د بدلون هیله او غوښتنه کړې تر پخوا مو ښه حالت نه دی لیدلی بلکي حالت لا خراب شوی. همدارنګه که د موجوده بدلون غوښتونکو شخصیت، لیاقت او تعهد ته وکتل شي نو غوره او  ښه خبره دا ده، چې موږ باید د موجوده حکومت د بدلون پر ځای د همدې حکومت د سمون غوښتنه  وکړو. حکومت باید بدل نه بلکې ددې ملاتړ وشي، چې لازم اصلاحات پکې راوستل شي.