د کوچني اختر د مبارکۍ پيغام – او د اختر د لمانځه خبرتيا! لندن

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67918
سيدجان کارواني
دخبریدو نیټه : 2017-06-20

 

په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو ټولنه، د سپېڅلي روژې په پای کې ددې مبارک کوچني اختر په مناسبت، تاسو ټولو لروبرو او په نړۍ کې خوَرو افغانانو، په بريتانيا کې اوسيدونکو وطنوالو او د نړۍ يونيم مِليارد مُسلمانانو ته مُبارکي وايي .

روژې، پرهېزونه، لمنځونه او عبادتونه مو قبول شه .

د ټولنی رهبري هيئت تاسو ټولو قدرمنو ته، يوځل بيا، لمن نيسي او خواست کوي چې د سپيڅلتيا او دُعاګانو په دې مهال، د دې مبارک اختر د لمانځه په پای کې زموږ په محبوب تاريخي هېواد افغانستان کې ددې روان ملت وژونکي اوږده وحشي جنګ او نيواک د ختم، زموږ د تاريخي پراخ هېواد د سرتاسري مِلي وحدت او ډېر مُستحکم، ډېر زورور اوډېر عادِل او قانونسالار مرکزي حاکميت د تائمين او وُلسي ښېرازۍ دپاره دُعا وکړئ .

د اختر لمونځ به د اختر په اوله ورځ، د ګهيځ په نه بجو، د پخوا په څېر، د ټولنیِ په مرکز کې ترسره کيږي .

تر لمانځه، دُعاوو او مُبارکيو وروسته، د ځوانانو د مېلو،ساتېريو او افغاني اتڼونو دپاره وخت او ځای په پام کې نيول شوي دي .

دټولنیِ پته :

Eid Prayer – 10:00AM

 West Acton Community Centre
 Churchill Gardens
 London W3 0JN
 02089938168


 په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو د ټولنیِ مشر