د ستوري پر پلونو بریالي قدمونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67929
خپلواک دریز
دخبریدو نیټه : 2017-07-02


راشدخان ارمان هغه چې اوس یوه نړیواله او خورا مشهوره څېره ده، د هغه مینه وال نه یوازې افغانستان کې بلکې له هیواده بهر هم له اندازې اوښتي. اوس که هره کوڅه یا پارک کې ماشومان د کریکټ کولو په حالت کې وګورئ نو حتماً به یو یا دوه داسي کسان هم پکې وي، چې د راشدخان په ډول او انداز به توپ اچوونه ترسره کوي.
له هلمنده هم په سلګونو ماشومانو او ځوانانو ددې خان لاره نیولې او غواړې ددې ستوري پر بریالیو قدمونو مزل وکړي. دلته یو داسي ځوان هم شته چې خپله هیڅ کریکټ نه کوي خو ددې لوبې او د راشدخان لیونۍ مینې دې ته اړ کړی چې د خان په نوم یوه ځوانه او ښکلې لوبډله جوړه کړي. دا ځوان غفاربلوڅ نومیږي او هلمند کې په سوداګرۍ بوخت دی.
راشدخان کریکټ لوبډله چې کابو له یوه کال راهیسي هلمند کې فعالیت لري، ددې ولایت یوه له پیاوړو لوبډلو څخه ده، دا لوبدله په تېر یوه کال کې دوه ځلي د هلمند اتله لوبډله پاته شوې خو د لومړي ځل لپاره یې یو رسمي او بریالی سفر غزني ته د (غزني چیلینج کپ) سیالیو لپاره وکړی. دا سیالۍ د اتو لوبډلو ترمنځ وې چې یوه لوبډله پکې له زابل، راشدخان لوبډله له هلمند، درې لوبډلې له پکتیکا او درو لوبډلو پکې له کوربه غزني څخه ګډون درلود، دغه ۱۵ اوریزه سیالۍ د چهارشنبې پر ورځ په غزني کې پیل شوې او تر تېرې شنبې یې دوام وکړی.
راشدخان لوبدلې په دغو سیالیو کې پنځه سیالۍ وکړې او له اوله ترپایه یې هیڅ یوې لوبډلې ته ماته ونه منل او پای کې یې د اتلولۍ جام هم ترلاسه کړی، دوی په نیمه پای لوبه کې کوربنې غزنوۍ لوبډلې ته په اوو ویکټو سره لویه ماته ورکړه او پای لوبې ته له پکتیکا لوبډلې سره ووتل، پایلوبه غزني کې د شنبې پر ورځ ماسپښین د سلګونو نندارچیانو په شتون کې ترسره شوه.
په پایلوبه کې راشدخان لوبډلې د لوبې پچه وګټل او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه. دوي په ټاکلو ۱۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره پکتیکا لوبډلې ته د ۱۴۰ منډو هدف ورکړی، توپوهنه کې دستګیرخان ۴۲ منډې او قدرت الله هلمند ۲۷ منډې جوړې کړې، د غزني لوبډلې ټاکلي هدف پسې یوازې ۱۲۴/۸ منډې وکړې او د ۱۶ منډو په توپیر یې ماته ومنل،  توپ اچوونه کې تر ټولو د کم عمر لرونکي لوبغاړي ښې لاستي تېز توپ اوچوونکي عبدالواحدخان دوې ویکټې او د هلمند ستوري او ځوان لوبغاړي دستګیرخان نه یوازې توپ وهنه کې بلکې توپ اچوونه کې هم د سیالي لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول، دستګیرخان د هلمند یو له خورا تېزو توپ اچوونکو څخه شمېرل کیږي، نوموړي د افغانستان په (سوله غوره لیګ) سیالیو کې د بُست اتلانو لوبډلې لپاره لوبېدلی او د خپلي وړتیا ثبوت یې هلته هم وړاندې کړی، تمه ده دستګیرخان ډېر ژر د افغانستان په ملي لوبډله کې راښکاره شي خو دا ځوان استعداد خپلي غریبۍ شاته کړی، که یې ملاتړ وشي لیري نه ده چې د راشدخان غوندي نړیوال شهرت ته ورسیږي.
ددې سیالیو د غوره توپ اچوونکې جایزه بیا چپ لاستي الراونډر لوبغاړي بهایي خان ستانکزي ته ورکړل شوه، ده په پنځه سیالیو کې پوره ۱۱ ویکټې ترلاسه کړې. بهایي خان د هلمند یو مشهور او با استعداده لوبغاړی دی چې د توپ اچوونې ترڅنګ ښکلې توپ وهنه هم کوي، ستانکزی د پوره وړتیا څښتن دی، که د کریکټ بورډ له لوري ورته پاملرنه وشي او کار ورباندې وشي نو راساً ۱۹کلنې لوبډلې کې د لوبېدو حقدار دی.
بهایي خان، دستګیرخان، عبدالرحمن، نصیب الله خان، قدرت الله خان، شریف الله خان، فیضل خان، شمس الله خان او امان الله جان دا هغه هلمندي لوبغاړي دي، چې د افغانستان څلور ورځینو او شپږیزه سیالیو کې د لوبېدو پوره وړتیا او استعداد لري خو د کریکټ بورډ او خپلو خلکو د نه پاملرنې له امله دا ځوان استعدادونه او انرژۍ تر خاور لاندې دي.
د راشدخان لوبډلې د ولایتونو په کچه اتلولي ترلاسه کول او هلته د لوبغاړو ښې سیالۍ ددې خبرې ثبوت وړاندې کوي چې هلمندیان د کریکټ په برخه کې هم له چا څه پاته نه دي او که ددې ولایت کریکټ او لوبغاړو ته توجو وشي، نو نږدې راتلونکي کې به کریکټ بورډ او ملي لوبډلې ته نوي او ځوان ستوري په لاس ورغلي وي.