د ولس په مینځ کي د ملي یووالي یوه بیلګه...

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67953
خالد احمد کوهستانی
دخبریدو نیټه : 2017-07-18


.
د یو تاجک ورور په واده کي د یو څنه ور ځوان د ډول او د سپین ژیری بابا د سورنا ژغ او د مستو تنکیو پښتنو ځلمیانو اټن او د پشه یې ځوانانو ټوپکوال اټن سخت خوندور وو، باور وکړی چي په لیدو یې د خوشحالی اوښکي د ټولو با احساسه ګډونوالو په سترګو کی لیدل کیده
تیره ورځ  کاپیسا ولایت ته خپل د یو ملګری د واده په مراسمو د گډون لپاره ولاړم، باور وکړی چي د خپلو افغانانو یووالي مي هلته ولید چي څنګه یو پښتون ځلمی د خپل تاجک ورور په واده کي مست اټن کوي، او څنگه یو پشه یې ځوان د خپل یو تاجک ورور په واده کی د مست ټوپکوال اټن سره سم ټوپک جګ غورځوی او د ښادي دزې کوي
د تاجک ورور په واده کي مي دهغه پښتون ځلمې د اټن د هر څرخ سره می د اسماعیل یون متعصبي خبرې و غوږو ته نیغ ودرید او د تاجک ورور د چکچکو د هر کړپې سره سم د متعصب لطیف پدرام خبرې مي و غوږنو ته نیغ نیغ کیده چي څومره زموږ اکثراً خاین او پلورل سوي سیاسیون زموږ د ولسونو تر مینځ بیلتون رامینځ ته کوی
ګرانو هیواد والو!
ولسونه اوس هم سره یو دي او د وړونو په څیر ژوند کوي، چي مثالونه یې موږ هم په کلیو او باوڼدو کي وینو، زموږ هر پښتون، تاجک، ازبک او هزاره ورور خپل د بل پښتون تاجک، ازبک او هزاره ګاونډې ورور په خوشحالی خوشحاله او په غم کي ور سره غمجن وی
له بده مرغه چي زموږ ځني خرڅ سوی او پردې پال سیاسیون خپل د شخصي ګټو د ساتلو په موخه زموږ د قومونو ترمینځ بیلتون والي ته لمن وهې
د خپلو هیوادوالو څخه هیله کوم چي د خاینانو او پلورل سویو سیاسیونو په خبره خپل ورور ګلوي مه خرابوی، پښتون، تاجک، ازبک، هزاره، ایماق، نورستانی، پشه یې، بلوڅ، ترکمن او نور ټول هغه قومونه چي په افغانستان کي اوسیږي افغانان او وړونه دي
د ژوند خوند او د پرمختګ لاره په ملي یووالي کي تر لاسه کولای سو.