د ديني مدرسو دندي او اغېزي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67963
مولوي عصمت الله عزام
دخبریدو نیټه : 2017-07-20

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد :
د اوسنيو ديني مدرسو تاريخ څلورمي پېړۍ ته رسېږي .
تر دې وړاندي به ديني او نور علوم  په مسجدونو، د علماوو، پوهانو او اميرانو په کورونو کي لوستل کېدل .
مسجد د ماشومانو او لويانو د تعليم لپاره تر ټولو وړاندينۍ مدرسه وه او د نارينه او ښځينه د تربيت لپاره تر ټولو وړاندي وو .
د رسول الله – صلی الله عليه و سلم – مسجد په مدينه منوره کي اوله مدرسه ده .
مسجد په دې ډول دوه دندي سر ته رسولې :
 ۱ : عبادت .
 ۲ : اسلامي تربيت .
تر هغه چي د حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه زمانه راغله، د ده په زمانه کي د مسجد اړخ ته د ماشومانو لپاره د  زده کړي مرکزونه جوړ شول .
خو د وخت په تېرېدو د ماشومانو د تعليم لپاره د ځانگړو ځايونو جوړېدو او داسي کسانو  ته اړتيا پېښه شوه چي دغه وظيفه سر ته ورسوي .
خو د مدرسو د جوړېدو پيل د څلورمي پېړۍ په آخر کي و شو .
په پيل کي د مدرسو سرپرستي ځينو چارواکو او پاچاهانو کوله .
په دې سرپرستۍ کي دوی بېلا بېل اهداف لرل : ځينو يې دا کار د دين د خدمت لپاره کوی، يا يې د علم او رڼا خپرېدل غوښتل .
په هغه وخت کي مشهوره مدرسې نظاميه مدرسې وې چي
نِظام المُلْك السلجوقي جوړي کړې وې .
په دغو مدرسو کي تعليم په آزاده توگه وو، پرته له دې چي د منهج او طريقې په لحاظ دي يو ځانگړی مرکز و لري .
سره د دې چي په مالي لحاظ دغه مدرسې په حکومت پوري تړلې وې، د دغو مدرسو لپاره حکومت لگښت برابروی، خو بيا يې هم په يوه معلوم نصاب او طريقې نه وې پابندي کړې .
راځو اصلي مقصد ته او هغه دا چي اسلامي مدرسې په ټولنه کي څه رول لري او کومي  وظيفې او دندي مخته وړي :
 ۱ : مدرسه په ټولنه کي علم خپروي، جهالت او ناپوهي له منځه وړي او پرته له شکه علم داسي شی دی چي له امله يې انسان د نورو تر منځ غوره گرزي .
همدا راز ټول خلگ په دې باوري دي چي علم د فرد او ټولني په ژوندانه کي ځانگړی قېمت او ارزښت لري . 
په علم سره اولسونه پرمختگ کوي او په څومره اندازه چي يو اولس په علم او پوهه کي پرمختگ کوي، هغومره هغه اولس او ټولنه پرمختگ کوي او د نورو اولسونو ترمنځ يې
حيثيت پورته کېږي .
دا لامل دی چي په اوسنۍ نړۍ کي هيوادونه خپل وس او توان د علم په نشرولو او د جهالت په له منځه وړلو کي نه سپموي .
الله تبارک و تعالی فرمايي : قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ ( الزمر : ۹ )
ژباړه : له دوی څخه پوښتنه وکړه ! آيا پوهېدونکي او نه پوهېدونکي يو شانته کېدای شي ؟ نصيحت خو د پوهي خاوندان مني !!
يعني هغه څوک چي خپل رب پېژني، د هغه شرعي دين  او د هغه حکمتونه او رازونه ور ته معلوم وي، د هغه چا سره يو شان نه دي چي دغه علم نه لري .
لکه څرنگه چي شپه او ورځ، رڼا او تياره، اوبه او اور نه دي سره برابر، همدا راز د علم خاوندان او بې علمه خلگ سره برابر نه دي .
إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الألْبَابِ  يعني د صافو عقلونو خاوندان، دوی اعلی ته پر ادنی ترجيح ور کوي، علم ته پر جهالت لومړيتوب ور کوي .
همدا راز د الله پاک طاعت ته د هغه پر مخالفت ترجيح ور کوي ځکه دوی داسي عقلونه لري چي له امله يې عواقبو او پايلو ته بيايي، خو څوک چي له داسي عقل څخه محروم دي، هغوی دا درک نه لري .
 همدا راز د علم د اهميت په اړه رسول الله –  صلی الله عليه وسلم – فرمايلي دي  : إِنَّمَا بُعِثْتُ مُعَلِّماً ( ابن ماجه ص :۸۳ ج :۱, سنن الدارمي ص : ۱۱۱ ج : ۱ )
ژباړه : زه ښوونکی  را لېږل شوی يم !!
له دې حديث څخه معلومېږي چي د نبي عليه السلام د بعثت يو مُهم مقصد دا دی چي له خلگو بې علمي لاړه شي او علم زده کړي . 
د علم دا فضيلت کافي دی چي علماء د پېغمبرانو وارثان دي .
نو د مدرسې رول او اغيزه دا ده چي په ټولنه کي علم خپروي او جهالت ترې ختموي .
جهالت او ناپوهي خطرناک مرض دی او د دې مرض د علاج لپاره روغتون مدرسه ده .
۲ : د مدرسې بله وظيفه دا ده چي انسانان تربيه کوي .
مدرسه په حقيقت کي د طالب لپاره دوهم کور دی، ځکه استاذان د تعليم سره تر څنگ د ماشوم تربيه هم کوي او دغه مرحله د شخصيت په جوړوني کي مُُهم او اغېزناک کردار لري . 
ديني مدرسې خلگو ته په قرآني او نبوي تعليماتو تربيه ور کوي او د دوی د شخصيت په جوړونه کي د پام وړ اغېز لري .
دا په داسي حال کي چي اسلامي ټولنه د زمکي په هره برخه کي دغسي تربيت ډېره زياته اړتيا لري .
په اسلامي تعليماتو او اخلاقو سره د تربيې اهميت له دې جوتېږي چي
رسول الله – صلی الله عليه وسلم – د خپل بعثت اساسي غرض داسي بيان کړی دی : إِنَّمَا بُعِثْتُ لأُتَمِّمَ مَكَارِمَ الأَخْلاَقِ ( سنن الکبری للبيهقي ص : ۱۹۱ ج : ۱۰ )
ژباړه : زه د دې لپاره را لېږل شوی يم څو ښه  اخلاق بشپړ کړم !!
دغه ښه اخلاق د ټولني د اصلاح کېدو لپاره مضبوط اساس دی، چي په دې سره د نورو انسانانو له حقونو ساتنه کېږي او نورو ته له تاوان رسولو څخه مخنيوی کوي .
نو همدا راز مدرسه او استاذ هم مربي دی چي د خپلو شاگردانو او د ټولني تربيه کوي .
۳ : د مدرسو بله وظيفه دا ده چي د صفايۍ وظيفه ادا‌ء کوي .
د پېړيو او کلونو په تېرېدو سره عقائد او نور علوم خپل پر حالت نه پاته کېږي، بلکي ځيني خبري، درواغ، مبالغې، افراط او تفريط ور سره مله کېږي .
خو مدرسه دا کوي چي کله ټولني ته عقائد، اعمال، اخلاق او احکام وړاندي کوي، نو هغه رښتيني حقائق رابرسېره کوي چي ډېری خلگ ترې ناواقفه شوي وي .
 ځکه خو بعضو علماوو ويلي دي چي که په مدرسو کي بل هيڅ کمال نه وي، پرته له دې چي د دين ساتنه کوي او د عقېدو سلامتيا راولي، نو دغه کمال يې بس دی !!
۴ : د مدرسو بله وظيفه دا ده چي د مختلفو سيمو او قومونو د زده کوونکو تر منځ يووالی او محبت راولي .
مدرسو ته له  مختلفو سيمو طالبان راځي، چي په مالدارۍ او غريبۍ او نورو اعتبارونو سره يې ترمنځ زيات فرق وي .
خو په مدرسه کي سره د دغسي توپيرونو ټول د وروڼو په شان گډ ژوند کوي او دغو توپيرونو ته  پام نه کوي .
دا د اسلام له مُهمو اهدافو څخه هم دی چي د مسلمانانو تر منځ بايد واټنونه له منځه لاړ  شي .
الله تعالی فرمايي : يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ (الحجرات : ۱۳) !!
ژباړه : اې مؤمنانو : موږ تاسي له يوه نارينه او يوې ښځي څخه پيدا کړئ او بيا مو تاسو قومونه او قبيلې و گرځولئ، تر څو چي تاسو يو او بل سره و پېژنئ .
په حقيقت کي د الله – تعالی – په وړاندي له تاسو څخه تر ټولو زيات عزتمند هغه څوک دی چي په تاسو کي تر ټولو زيات پرهېزگار وي .
په يقيني توگه الله په هر څه پوهېدونکی او خبر دی !!
الله تعالی په دې آيت کي دا خبر ور کړی، چي ټول انسانان له يو اصل او يوه جنس څخه دي او ټول د آدم او حواء اولاد دی .
 د دې لپاره الله پاک په قومونو او قبېلو وېشلي، څو دوی د يوه او بل سره وپېژني، ځکه که قومونه نه وای او هر تن خپل ځان ته مستقل وای، نو په داسي حال کي به د يوه او بل سره  پېژندل سخت وی او د يوه او بل سره مرسته، ميراث او د خپلولۍ د حقونو پوره کېدل به له منځه تللي وای .
نو د دې مقصد لپاره په قومونو کي وېشل شوي، نور فضيلت او غوره والی په تقوی او پرهېزگارۍ سره دی .
د الله پاک په وړاندي عزتمند هغه دی  څوک چي زيات پرهېزگار وي، نه هغه چي قوم يې ستر وي او يايې نسب شريف وي .
نو د مدرسې يو رول دا دی چي د ټولني ترمنځ واټنونه کموي او نفرتونه او بېلتونونه له منځه وړي .
نو ټولنه هم بايد د مدرسو په برياليتوب کي خپل مسئوليت اداء کړي .
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين