ارزګان:له ۲۰ تنو شهیدانو او ټپیانو سره نغدي مرسته وسوه.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67971
احسا ن الله ولس يار
دخبریدو نیټه : 2017-07-28

په ارزګان ولایت کي دپنج شنبي په ورځ په ولایت مقام کي له ۲۰ تنو شهیدانو او ټپیانو کورنیو سره نغدي مرستي وشوي.
دارزګان ولایتي چارواکو پرهمدي مهال پر وسله والو طالبانو ږغ وکړ چي دجګړي پرمهال دملکي کسانو سر او مال خونديتوب ته پام وکړي.

ددغي مرستي دویش پرمهال دارزګان ولایت والي محمد نذیر خروټي وویل چي دلته نن له شلو هغو ملکي کورنیو سره مرسته کیږي چي دخپلو کورنیو غړي يي یاشهیدان او یاهم ټپیان سوي وي چي  شهید ته ۱۰۰ زره افغانۍ او ټپی ته ۵۰ زره افغانۍ ورکول کیږي.
دنموړي په وینا چي ۱۳ میلیونه نوري افغانۍ هم راغلي او دیوشمیر نورو ټپیانو او شهیدانو کورنیو ته به هم په نږدي ورځو کي ورکول شي.
نموړي پرهمدي مهال پروسله والو طالبانو ږغ وکړ چي دجګړي پرمهال دي دملکي کسانو سر او مال خونديتوب ته ډير پام وکړي خو امنیتي ځواکونو ته يي هم لارښوونه وکړه چي دخپلو خلګو سر او مال خوندي کړي.
دمرستي دویش پرمهال دارزګان ولایت دمستوفیت سرپرست رئیس رحیم الله هیوادمل هم وویل چې شهیدانو او ټپیانو سره دغه نغدي مرسته دافغانستان دملي بودیجي څخه ورکول سوه.
نموړی وايي دهرچا چي دکورنۍ غړی  ټپی شوی او یاهم شهید شوی وي کولای سي چي  وثیقه جوړه او پیسي ترلاسه کړي.
له بل لوري هغه کسان چي دکورنۍغړي يي ټپیان شوي او یاهم شهیدان شوي وه له دولت څخه دمنني ترڅنګ دجګړي له دواړو لوریو غوښتنه کوي چي دجګړي پرمهال دي ددوی ژوند ته ډيره پاملرنه وکړي.
دوی دورته نورو مرستو غوښتنه هم کوي.
دیادوني وړ ده چي په تیرو ۱۱ میاشتو کي په ارزګان ولایت کي دولایتي روغتون دمسؤلينو دمعلوماتو له مخي چي سلګونه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده چي دبشري حقونو خپلواک کمیسیون يي پړه پردولت او مخالیفینو دواړو ور اچوي خو ډيری مرګ ژوبله په هوايي بریدونو او هاوانونو دلګیدو له امله اوښتي ده.