چورستان که افغانستان!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67986
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2017-08-02

 

شکر دلته یوازی نه د پولیس وکیل او وزیر چور دی
 الحمدالله بس نه د ښاروال، دوکاندار او مدیر چور دی
 وايي لوی چور په اسلام کې ډیر لوی او لوړ ثواب لري
 مرحبا نه یوازې د قاضي څارنوال او امیر چور دی
 په ښار کي په کلی کی په بدیا کې هر ځای لاندی باندي
 دښه بخته نه مازی د واکمن د صغیراو کبیر چور دی
 دلته هم پاچا خوشاله او هم ولس چور چور خاندي
 زهی سعادت دلته ناروغو ته د ابن سینا اکثیر چور دی
 نن سته دسبا ورځي څه باور دی د دې دناتو د غلامانو
 خوشا دلته نه د دین دهر ببر پیر او لغړ فقیر چور دی
 دا چور د دې ځایه هیڅ کله کډه نه کوي بیغمه کښينه
 بخت او نصیب دا چور د ناتو داد او اسلام ګیر چور دی
 دلته هر چورلکه لمونځ په اذان او الله اکبر پيل کیږی
 شاباس دلته د جهادیانو او مقاومتیانو اول تکبیر چور دی
 الحمد الله دلته هیڅ څوک یی په سوټې مخه نیولای نسي
 سل افرینه دلته اول فرض تر لمانځه لا کبیر چور دی
 په لوی مقام، څوکۍ اولوړ بست هره ورځ بزکشي ده
 نیکا جهادیان وایی په اسلام کې عبادت کثیر چور دی
 غټه څوکۍ په لویه واسطه یا شنه ډالر پیسه پيداکیږي
 مرحبا د دوبی د ابادولو همدا د شا لوی تیر چور دی
 دلته کارونه اصلی اهل کار یا یی ال ته سپارل کیږي
 په ټولو بستونوکې اصل کار د مرید او پير چور دی
 د وحدتی دولت د چورواکو تر مینځ بیا د چوراتیلاف وسو
 شکر دلته روا هم د ټپ ړانده هم د ښه بصیر چور دی
 هغه چې په دی اشغال دولت کې کارکوی کله کوي توبه
 افرین دلته روا هم د غریب او هم د امير چور دی