هغه قومونه به تر دیرش میلونه ډالره جرمه کیږي چي وسلوالو ته ځای ورکوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67996
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-08-08

په اچین ولسوالۍ کې د قومونو د پرېکړې له مخې مخالفینو ته ځای ورکوونکی قوم دیرش میلیونه افغانۍ نغدي ناغه کیږي .
د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ سې پای، علي شير خېلو او عبدالخیلو قومونو د خپل منځې یووالې د رامنځته کېدو وروسته پرېکړه وکړه،چې مخالفینو ته ځآی ورکوونکی قوم به د نورو قومي پرېکړو ترڅنګ دیرش میلیونه افغانۍ نغدي ناغه کیږي .

د یادې او یو شمیر نورو پرېکړو د شریکولو په موخه د اچین ولسوالۍ د مخورو له لورې د جلال اباد ښاروالۍ په میملستون کې د زمري په ۱۷مه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې ننګرهار والي، ملي امنیت رئیس، د امنیه قوماندانۍ اداري مرستیال، اچین ولسوال، د ولسي جرګې غړي ډاکټر عصمت الله شینواري او ولایتي شورا غړي عبیدالله شینواري او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی وو.

د اچین ولسوالۍ د یادو قومونو په استازۍ ملک عثمان،ملک سیدحکیم،ملک کمین،ملک وارث، ملاجان شینواري او د ولسي جرګې غړي ډاکټرعصمت الله شینواري د خبرو پر مهال وویل، د علیشیرخیلو، سې پای او عبدالخیلو قومونو په خپل منځ کې د جرګې له مخې د خپل منځي یووالې او د هر ډول خپل منځي مخالفتونو څخه یې د مخنیوي پرېکړې کړي .

دوی په اچین ولسوالۍ کې د دښمن څخه پاکوو شوو سیمو د ساتنې، سیمه ییزو پولیسو تشکیل د ورکړې، د ولسوالۍ څخه بې ځایه شوو کورنیو ته د ستنیدو پر مهال د کورونو جوړولو او نورو برخو کې د مرستو کولو،ښوونځیو،روغتیایي،سربندونو او ګڼ شمیر نورو رغنیزو پروژو د پلې کېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د قومي مشر ملک عثمان له لوري د قومونو ترمنځ لاسلیک شوی د یووالې پرېکړه لیک ولوستل شو،چې په کې د اچین ولسونو د نظام ملاتړ،پرېکړې ته د ژمنتیا،پخپلو سیمو کې هیڅ ډول مخالفې ډلې ته د ځای نه ورکولو،پخپلو سیمو کې د نشه یې توکو د کاروبار مخنیوي پرېکړې شوې وې.

همدا راز پرېکړه شوې وه،چې د یادو درې قومونو څخه به د قومې پرېکړې له مخې هغه قوم دیرش میلیونه افغانۍ نغدي جریمه کیږي،چې پخپله سیمه کې وسله والې مخالفې ډلې ته ځای ورکړی او همدا راز د وخت د جرګې له مخې به ورباندې نورې جریمې او ناغې لګول کیږي .