د پکتیکا له زندان څخه ۴ تنه زندانیان ازاد او د ۱۵ نورو د بند موده کمه شوه.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67999
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-08-08

د پکتیکا ولایت له مرکزي زندان  څخه د  د ولسمشر د ۶۴  مه ګڼه فرمان له مخې څلور تنه بندیان ازاد شول او د ۱۵ نورو د بند موده راکمه شوه.
پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي وویل د بندیانو ستونزو ته یې تر ډېره رسیده ګي کړې او دوی یې د تعلیم، روغتیا، سپورت او نور د اړتیا وړ امکاناتو څخه برخمن کړي دي.
فضلي خوشي شویو زندانیانو ته په خبرو کې وویل  چې له نن څخه وروسته  د هیواد په ابادولو کې پوره برخه واخلئ او همدا شان نور ولسونه هم وهڅوئ تر څو د هیواد په ابادولو کې نه ستړې کیدونکي هلې ځلې وکړي.
خوشي شویو زندانیانو ژمنه وکړه چې تردې وروسته به له خپل دولت سره په هره برخه کې همکاري کوي او د تېرو تېروتنو جبران به وکړي.
د یادونې ده چې د پکتیکا په مرکزي زندان کې دا مهال ۱۵۳ بندیان دي چې له ډلې یې پنځه ښځې او څلور ماشومان دي.